سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهراشدخان وايي، ممکن د استرالیا بیګ باش بایکاټ کړي

راشدخان وايي، ممکن د استرالیا بیګ باش بایکاټ کړي

تاند (چهارشنبه، د حمل ۲۸ مه) د (اي ایس پي این) د راپور له مخې، د استرالیا په غوره لیګ یا بیګ باش کې د راشدخان د ګډون راتلونکې نامعلومه ده ځکه چې هغه د استرالیا له لوري له افغانستان سره د سیالیو د لړیو د بیا بیا لغوه کولو په خاطر د دغه لیګ د پرېښودو په فکر کې دی.

استرالیا تر دې وړاندې هم له افغانستان سره یوه تمریني او د یو ورځنیو سیالیو نړیواله لړۍ، چې ټاکل شوې وه د ۲۰۲۳ په مارچ میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې وشي، په افغانستان کې له ښځو سره د واکمن رژیم د ناوړه سلوک له کبله لغوه کړې وه.

راشدخان د نړۍ له لومړی درجه لوبډلو سره د مسابقو پر اهمیت د ټینګار په ترڅ کې وايي چې دا ډول مسابقې د افغان لوبغاړو تجربه زیاتوي او د نړیوال جام سیالیو ته یې چمتو کوي.

د افغانستان او نړۍ د کریکټ دغه نامتو ستوري له (ESPNcricinfo) سره په مرکه کې له افغانستان سره د استرالیا د کرکټ د ادارې پر چلند اندېښنه ښکاره کړه، ویې ویل:

«دا موږ ته تاوان اړوي، موږ واقعاً غواړو چې له خورا تکړه لوبډلو سره سیالي وکړو ځکه چې له دې لارې زموږ کرکټ وده کوي. دلته موږ ته فرصت برابریږي چې په نړیوال جام سیالیو کې د دوی (استرالیا) په وړاندې ښه ولوبیږو. تاسو زما له هم ټیمو لوبغاړو سره نه لوبیږئ خو غواړئ چې زه درسره ولوبیږم. د دې فرق څه دی چې زما سره لوبه کوئ خو زما د ټیم له نورو لوبغاړو سره یې نه کوئ. د دې معنا دا ده چې زه د خپل ټیم د نورو لوبغاړو او هیواد پروا نه لرم.»

راشدخان له هند سره د افغانستان د شل اوره سیالیو وروستۍ لړۍ ته د بېلګې په توګه اشاره وکړه او ویې ویل چې دا ډول مسابقې په نړیوال ډګر کې د افغانستان د لوبې سویه لوړوي.

«موږ د هند له لوري د ۲۰۰ منډو هدف تعقیب کړ. که دا لوبه مو نه وای کړې، پر ځان دومره باور به مو له کومه کړی و؟

راشدخان د استرالیا په بیګ باش کې د اډلایډ سترایکرز لوبډلې کلیدي لوبغاړی دی. او اوس د هند د غوره لیګ په سیالیو کې د ګوجرات ټایټانز لپاره لوبیږي.

د استرالیا د کرکټ ادارې ویلي، له افغانستان سره د شل اوره سیالیو لړۍ یې په دې خاطر ځنډولې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو شرایط مخ په خرابیدو دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب