سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهملا حنفي د اروپا مېشتو افغانانو پلاوي ته؛ هېواد ته ستانه او...

ملا حنفي د اروپا مېشتو افغانانو پلاوي ته؛ هېواد ته ستانه او په ابادۍ کې یې برخه واخلئ

تاند (۴ شنبه، د حمل ۲۸ مه) د طالبانو د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د بهر مېشتو افغانانو له یو شمېر استازو سره د لیدنې پر مهال له دوی غوښتي، چې هېواد ته ستانه او په ابادۍ کې یې برخه واخلي.

 د ملا حنفي د دفتر د معلوماتو له مخې، دغو کسانو په هېواد کې د امنیت پر تامین، د اداري فساد په ختمولو، د نشه یي توکو په منع کولو، د سترو پراختیايي پروژو پر عملي کولو او بېلابېلو برخو کې د طالبانو په لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړه دوی زیاته کړه، د طالبانو په حاکمېدو سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې زیات فرصتونه رامنځته شوي او ټول هیوادوال د ځاني او مالي خوندیتوب څخه برخمن دي.

 دوی همدارنګه د ښوونې او روزنې د کیفیت او کمیت د پیاوړتیا او پراخوالي، روغتیا، په ادارو کې د لازیاتو مسلکي او متخصصو کسانو د استخدام او له موجوده اقتصادي ظرفیتونو څخه د استفادې په برخو کې د طالبانو ځانګړې پاملرنه وغوښته.

 د طالبانو ریاست الوزراء اداري مرستیال په دغه کتنه کې وویل چې د سرتاسري امنیت تأمین، د اقتصادي ثبات پیاوړتیا او هیوادوالو ته د لازمو اسانتیاوو برابرول د دوی د رژیم دنده ده او په دې برخه کې له هیڅ راز هڅو درېغ نکوي.

مولوي حنفي په دغه کتنه کې له هېواد نه بهر له ټولو علمي کادرونو او متخصصینو څخه غوښتنه وکړه، چې بېرته راستانه او د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې ونډه واخلي.

له اروپایي هېوادونو څخه یوه ډله افغانان له څو ورځو راهیسې کابل ته تللي او بېلابېلو طالب چارواکو سره لیدلي.

طالب چارواکو د دغو افغانانو له قوله، د بېلابېلو څرګندونو ادعا کړې او لیکلي یې دي چې دغو افغانانو په اروپایي هېوادونو کې د طالبانو د په رسمیت پېژندنې او نورو برخو کې د کمپاین ډاډ ورکړی.

دغو افغانانو بیا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې له طالب چارواکو څخه یې د نجونو پر مخ د زده کړو د ټولو دروازو د پرانیستلو، ټول منلي او مسلکي نظام او هېواد ته د افغان کډوالو د ستنولو د زمینې برابرولو په اړه خبرې کړې دي.

2 COMMENTS

  1. دروند حنفی صیب: ستاسو پدی غوښتنه باندی خدای شته چی زما ستونۍ را ډک شو رآځه لدی لاری یو څه د زړه خواله سره وکړو! لومړۍ ما خپلی لوړی زده کړی پداسی حالاتو کی تر سره کړی چی هیواد د سرو پوځونو او هغوی د غلامانو د بوټونو لاندی غوبل کیده. د لوړو زده کړو په مهال می هم مزدوری کړی او هم اول نومره وم ،بندی خانه یا جیل می هم د هغی وخت د ټولو ظلمونو ،ناخوالو او ربړونو سره هم لیدلی دۍ ،سپکاوۍ می هم لیدلۍ دۍ ځکه چی د آزاد سوچ څښتن وم بیا یی په کدر کی قبول نکړم سره لدی چی ګټلۍ حق می وو ځکه چی پرچمۍ نه وم. خیر د کانونو په وزارت کی می د انجینر پتوګه دنده پیل کړه دلته هم هماغه ګوندی کړه وړه وو او هر څه له همدی زاویی لیدل او ارزول کیدل.زما ټوله دنده په هغو سیمو کی تیره شوه چی فوق العاده نا امنی وی لکه د عینک د مسو کان،د مزارشریف د ښار شاوخوا( لنګر خانه بزرګ) ،پلخمری ،کابل ښار او شاوخوا او د کندهار هوایی ډګر شاوخوا. داسی خو هم شویدی چی دشپی لخوا به د حکومت مخالفینو زموږ استوګنځایونه په بیلا بیل ډوله وسلو ویشتل او څو ځلی خو د شوروی جټ الوتکو لخوا بمبارد هم شوی یو چی یو ډریور هم پکښي شهید شو .کله چی به کابل ته راغلو نو د ګوندی خلکو لخوا به د اشرارو په ویلو مخاطب کیدلو ځکه چی موږ وژل شوی نه وو ګویا هغوی(مجاهدینو) موږ نه یو وژلی. مګر زما سره مسلکی او هیوادنۍ مینه وه نور هیڅ نه! ما غوښتل چی یو تکړه مسلکی انجینر و اوسم او بس مګر دی کار هم ډیره لوړه بیعه غوښته. دا یی د پرچمی حکومت کړه وړه. یو وخت راغۍ چی ما حس ګړه زما شتون د پرچمی او شوروی پلوی دولت په ګټه تمامیږی نو می کډی بار کړی او پلرنی کورته راغلم ټول امتیازات می شا ته پریښودل. کله چی راغلم هماغه تربرونو می چی مړۍ،ژوندۍ ښه او بده مو سره شریک وو او حتی په کابل کی یی زما کره شپی کړی وی اول خو یی د سکر بیست په لقب ونازولم ،بیا یی تر دریو میاشتو پوری زه مسلمان نه ګڼلم دا ځکه چی زه په پاخه سرک ګرځیدلۍ وم او د تشناب کاغذ می استعمال کړۍ وو؟! ښایی اوس یی تاسو ونه منۍ مګر حقیقت دۍ. او کله چی می له دوی نه د مسلمانۍ سر ټیفیکیټ واخیست نو بیا حتی شپنو غوبنو زه د جنت د دروازی وړ نه ګڼلم څکه چی زما سره د کلاشینکوف په عوض قلم وو چی دوی ته یی ارزښت نه درلود. پهر صورت زما دژوند بیړۍ د حالاتو د څپو په لاس کیوتي وه او اختیار یی زما سره نه وو، د مجبوریت له مخی می پآکستان ته مخه کړه او د بلوچستان مرکز کويټي ښار ته راغلم هلته د خپلی خور په کور کی دیره شوم دلته بیا د تنظیمونو غوبل وو چی باید ورشم او کارت یی واخلم خو بیا هم زما آزاد سوچ زما د لاری خنډ او دوښمن وګرځید د هیچا نشوم او بس له شپږ میاشتو بیکارۍ او لالهاندۍ وروسته می په یوه نا دولتۍ اورګان (ان جی او) کار وموند او کاری مصاحبه هم یوه هالنډی مسلکی راسره وکړه او کله چی وپوهید چی ما پولیتخنیک لوستۍ دۍ تندۍ یی تریو شو مګر مجبوریت یی زیات وو په افغانستان کی د ننه کار کولو ته چا جندانی زړه نه ښه کولو! لدی اورګان سره می پوره څوارلس کاله په هیواد کی د ننه کار وکړ او اولادونه می په کویټه کی وو خوښ پډی وم چی لږ تر لږه د درس او ښوونځي آسانتیا ورته موجوده وه. په هیواد کی د ننه د کار په موده کی د شوروی پلوی حکومت درنی بمبارۍ،بیا د مجاهدینو تر کنترول لاندی سیمو کی بی مسولیتی او له سپکاوی ډک چلندونه ټول می وزغمل او خوښ پدی وم چی لږ تر لږه هیواد ته می يو څه ګټه رسی ،خدای ج شاهد دۍ چی ډیر په صداقت او ایماندارۍ کارونه کړیدی او ورباندی ویاړم.دشوروی پلوی په پرځیدو سره می شل زره روپۍ خیرات کړی مګر اوس ورباندی پښیمانه یم.د طالبانو په راتګ سره د ډیرو افغانانو په څیر زما هم زړه باغ باغ شو ځکه چی یو خو د قدرت جزیری او جګړی له منځه ولاړی او د هیواد یوالۍ بیرته جوړ شو مګر ورسره جوخت نوری ستونځي وزیږیدی. د طالبانو تفسیر له اسلام څخه ډیر وچ او ډبرین وو، دخلکو سرونه په زور خرییل، د ښځو د زده کړو او کار بندیز، د تحصیل کرده خلکو څخه کار نه اخیستل او له هغی سره بده رویه کول، هیواد د نیابتی کړنو په ډګر بدلیدل ، او داسی نور د کابل له اډی څخه تر قومندانۍ پوری د مازدیګر مهال چی ۸۲ کلنه مور می هم راسره وه دری ځله یی د مازدیګر لمونځ راباندی ادا کړیدۍ او مور به می رپه ریکشا کی ناسته وه.
    لوی ملا صیب محمد عمر مجاهد یو ملنګ سړۍ وو پنځه ځلی می ورسر لیده کاته کړی وو، آخرینی ځل می زما په لاس جوړ شوی روغتون ته د ښځینه ډاکترانو او نرسانو د کار او ترینینګ اجازه ځنی واخیسته، ډیر اوږد بحث او سپینی خبری می ورسره وکړی او په پای کی یی هغه فرمان لاسلیک کړو چی اوس هم په کندهار کی د میا عبدالحکیم په ولادی نسایی روغتون کی دۍ. په لنډو کی د طالبانو کړنو بالاخره خلک له ځانه بیزار کړل.
    د ناتو او امریکایانو په راتګ سره افغانستان ته د نړۍ د جیبونو خولی خلاصی شوی هر څه پریمانه وو لوړو زده وده وکړه مګر افسوس چی اداری فساد، بډی اخیستل، قومی ،ژبنی او داسی تعصبونه او ملی نفاق ورسره ډیر شو او پایله یی د افغانستان د قدرت په جزیرو بدلیدلو باندی ودریده.
    د طالبانو په بیا ځلی راتګ سره د امریکا او ناتو د شل کلنی دوری ښه او بد ټول یو مخ جارو شول. هیواد بیرته د ۹۰یمو کالونو حالت ته نیږدی شو. طالب چار واکی د خلکو سره کبرجن چلند کوی او هغوی ټیټ ګڼی هری اداری ته چی ورځی ستا تحصیل، کاری تجربه او عمر ته دومره نه ګوری لکه ږیری ،لنګوټي او اړیکو تهږ هغه آیتونه اوس طالبانو ته هډو په یاد ندۍ کوم چی فرمایی او حکومتولی ورباندی چلیږی: لا اکراه فی الدین ، سورت النساُ ،آیت ۵۸: یاایهالذین امنو ان تود الامانات الی اهلها. سورت الفتح آیت ۲۹. محمد رسول الله والذین معه اشدا علی الکفار رحماً بینهم. الخ .خو دلته زما حالت بیل وو. اوس زما لوڼو لوړی زده کړی لرلی او محجوبی هم وی او دی. د طالبانو په راتګ سره یی اړوندی اداری ورته زنګ ووهلو چی کار ته د راشه، زما د لور ځواب دا وو چی امنیت ځنګه کیږی. پځواب کی یی اداری ورته وویل چی موږ تا ته له بدری لواً څخه د کار اجازه اخیستی او هغه در کوو هیڅوک تا ته څه نه وایی! دلته سوال وشو چی که یو ان زما لپاره د کار اجازه له طالبانو څخه اخیستلۍ شی نو ولی یی د ټول افغانستان ښځو ته نه اخلی، او که طالب ماته د کار کولو لپاره شرعی جواز راکوی نو ولی یی د ټول افغانستان ښځو ته نه ورکوی؟! دلته ده چی تر کاسه لاندی نیمه کاسه ده. د اسلام احکام د ټولو لپاره یو شان دی. فاعتبرو یا اولوالابصار.

  2. د محترم أماج صاحب ښکلی احساسات د ستائنی وړ دی، هیله ده طالب جان د تکبر د ړانده یابو سواری پریږدی او د ” وولس ” او “زمان ” سره د متواضعانه او خدمتانه پیاده تګ همت په ځانو کی وروزی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب