Homeخبرونهپه مختلفو پېښو کې د ۵ تنو د وژل کيدو خبر ورکړل...

په مختلفو پېښو کې د ۵ تنو د وژل کيدو خبر ورکړل شوی

تاند:( يکشنبه، د ثور پینځه ویشتمه) د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د څو تر لاسه شویو خبرونو په اساس لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي دي.

په کابل کې ځایي سرچينو ويلي، چې د محمد هادي امیري ( مشهور په ببرک اميري) یو سوداګر په خیرخانې سیمه کې د طالبانو له لوري وژل شوی دی.

 د سرچينو په حواله، نوموړی د طالبانو په چیک پینټ کې وژل شوی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په بلخ کې بیا نا معلومو وسله والو د یوه ټکسي چلوونکي سر پرې کړی دی.

د ټکسي چلوونکي امان الله خپلوان وایي، امان الله چې د بلخ ولایت خلم ولسوالۍ له مرکز څخه د مزارشریف مرکزي روغتون ته د تګ په حال کې و، د پلټنې په تمځای کې د وسله والو کسانو له خوا درول شوی او وروسته یې په چاړې سر پرې شوی دی.

د امان الله د خپلوانو په وینا، وسله والو کسانو هغه د خپلې مېرمنې د سترګو پر وړاندې وژلی دی. دغه پېښه نهه ورځې مخکې شوې ده.

د امان الله د خپلوانو په وینا، دغه کس د خپلې کورنۍ یوازینی سرپرست و. له هغه ۴ ماشومان پاتې شوي دي.

طالبانو له دغې پېښې د ۹ ورځو په تېرېدو سره، تر اوسه د دې پېښې عاملان نه دي نیولي.

د فارياب ولايت په قرايي ولسوالۍکې بيا يوه کس د خپلې مېرمنې خور ( خینه) په ډزو وژلې او مړه کړې ده.

طالب چارواکو ویلي، چې دغه کس تښتیدلی، خو د نيولو هڅې یې روانې دي.

 د بغلان له اندراب پل حصار ولسوالۍ څخه بيا ادعا شوې، چې طالبانو یو ملکي وګړی په دغې ولسوالۍ کې وژلی دی.

سرچینو ویلي، چې طالبانو د ګل رحمن په نامه پنځه ورځې مخکې یو ملکي وګړی له ځان سره خپلې پوستې ته بیولی و او په دې یې شکنجه کاوه، چې د مقاومت ډلې د قومندانانو ادرسونه ورکړي.

سرچینې زیاتوي، طالبانو نوموړی تر پنځو ورځو ربړونې وروسته، پرون سهار ۴:۰۰ بجې د پل حصار ولسوالۍ په نوبهار چمن کې په مرمیو وویشته.

طالبان تېره اوونۍ هم په دغې ولسوالۍ کې ۷ کسان په ورته وژلو تورن شوي وو.

دغې ډلې د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

له لوګر څخه بیا سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د دغه ولایت د مرکز پل علم ښار په حصارک کلي کې ناپېژاندو وسله والو یو ځوان وژلی دی.

د سرچینو په وینا، دا ځوان د پکتیا اصلي اوسېدونکی و او له ۸ کالو راهیسې له خپلې کورنۍ سره د پل علم په حصارک کلي کې اوسېده.

د دغه قتل انګېزه شخصي دښمني بلل شوې ده.

طالبانو په دې اړه هم څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د جنګي، هدفي او جنايي وژنو خبرونه زيات شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...