یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهد ط د‌ ۱۴۰۱ کال بوديجه، جزییات یې دلته ولولئ

د ط د‌ ۱۴۰۱ کال بوديجه، جزییات یې دلته ولولئ

تاند:( يکشنبه، د ثور پینځه ویشتمه) د طالبانو رژيم اعلان وکړ، چې د وزیرانو شورا يې د افغانستان د ۱۴۰۱ مالي کال بودیجه تصویب کړې، چې ټوله له داخلي عوايدو تمویلیږي.

د طالبانو ماليې وزارت ویلي، چې دغه بوديجه ۲۳۱ میلیارده افغانۍ ده.

له دې پيسو څخه، ۲۰۳ میلیارده افغانۍ عادي بودیجې او ۲۷٫۹ میلیارده افغانۍ پراختیايي بودیجې ته ځانګړې شوې دي.

طالبانو ټینګار کړی، چې دا بودیجه له کورني عوایدو تمویل شوې او هېڅ بهرنی ملاتړ ورسره نه دی شوی.

که څه هم هغوی په بودیجه کې د ۴۴ میلیون افغانیو د کسر خبره کړې؛ خو په ډاګه کړې يې ده، چې په دې بودیجې خپلې چارې پر مخ بیايي.

طالبان په داسې حال کې د ۱۴۰۱ کال بودیجه تصویبوي، چې د پخواني حکومت د کال بودیجه به تر ۴۰۰ میلیاردو افغانیو رسېده.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې طالبانو مالي کال هم له مرغومي څخه وري میاشتې ته اړولی و.

د طالبانو يو شمېر مطبوعاتي مبلغينو دغه بوديجه او له کورنیو سرچینو څخه تمویلیدل یې لویه لاسته راوړنه ګڼلې ده.

منتقدینو یې بیا دغه بوديجه د افغانستان شاتګ ګڼلی او ټينګار کوي، چې طالبان په حکومتولۍ نه پوهېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب