یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+د واکسین په اړه عامه پوهاوی | نګین کرګر

د واکسین په اړه عامه پوهاوی | نګین کرګر

واکیسین ته په اکثرو مسلمانو ھیوادونو کی په داسی نظر کتل کیدل چی گوندي دا د کوم نجس حیوان میکروب دی چې ماشوم ته ورکول کیږ‎ي او بیا ماشوم د ھغه میکروب یا ویروس سرہ عادی کیږ‎ي چې مرض پرې بیا تاثیر نه کوي دا تاثر په سومالیا، افغانستان او افراطي مذهبی ټولنو کې شته، او اکثر وروسته پاتې ھیوادنو کې خلک داسي فکر لري. او دلته په اروپا کې ھم داسي کسان شته چې اجازہ نه ورکوي چې ماشوم یې واکیسین شي.

واکیسین یعنی مخنیوی، کله چې واکیسین یا د ھغه خطرناک میکروب یا ویروس یو ماشوم ته د واکسینو په ډول ورکړ‎ای شي نو د دغه ماشوم بدن ورسرہ یوہ نوع مادہ چی انتي باډي نومیږ‎ي په وینه کې پیدا کیږ‎ي دا ځکه چې وجود ته یې یوه بھرنۍ ژوندۍ حجرہ ورځي یعنی انتي جن۰

واکسین ‌‌‌‌‌‌په ډیرو پرمختللیو او پاکو لابراتوارونو کې جوړیږې. حتی که د ماشوم لاس یا پښه زخم وي باید واکسین نه شي.

که چیرته زکام، اسهال، تبه یا بله کومه ناروغي یې تیره کړې وي نو باید دوه یا درې اوونۍ صبر وشي تر څو ماشوم روغ شي بیا واکسین شي.

په افغانستان کې چی کوم ماشومان د واکسینو نه پس ‌‌‌‌‌‌ډیره تبه کوي او یا مړه کیږي، علت یې دا دی چی دوی د پوره روغتیا په حالت کې واکسین شوی نه دي، د واکسین نه پس ماشومان لږه تبه نیسي او باید د واکسین په وخت کې د هرې ناروغۍ حتی ریزش نه هم روغ اوسئ.

له نږدې دوو پیړیو راپه دې خوا انسانان د واکیسن په واسطه له ډیرو خطرناکو ناروغیو ژغورل شوي دي. په ۱۷۹۷ کال کې یو انګریز ډاکټر لومړی کس و چې واکیسن یې وموند.

نوموړي ډاکټر د غوا د چیچک مرض نه التهابی ترشح شوي خیري چې د یوې نجلۍ چې د شیدو لوشلو لپاره د فارم کارکوونکې وه په لاس کې یې زخم جوړ کړی و راواخیستل او د یو اته کلن ماشوم په لاس یې ووهه.

نجلۍ د چیچک له لاسه سخته ناروغه شوه خو هلک باوجود د دې چې نږدې هم ګرځیده، په دغه مرض اخته نه شو.

نوموړي ډاکټر داسې پیښې د ۱۷۷۰ کال راپه دې خوا له ځانه سره ثبتولې. بیا یې په یوه طبي مقاله کې چې په خپل لګښت چاپ کړه خلاصه یې ولیکله، چې د غواوو چیچک مرض کولای شي د انسانانو د چیچک د مرض مخنیوی وکړي او دا ډاکتر په دغه کار د اوسنیو واکسینو بنسټ ایښودونکی وګرځیده.

ډاکتر جینیر ته څنګه د واکسين مفکوره پیدا شوه؟

په شروع کې ده لیدل چې هغه نجونې چې په فارم کې شیدې لوشي او له غواوو سره تماس لري په چیچک مرض اخته وي.

او په لاسونو کې یې دانې سختې زیاتې وې. دغه مهال جینیر ساینسي څیړنې شروع کړې او خپل معلومات یې منظم کړل. ده به د نجلۍ د لاس نه اتهابي مواد د یو سالم ماشوم په لاس وموښل او په پای کې به یې لیدل چې ماشوم کله هم چیچک مرض نه نیسي، با وجود د دې چې دغه هلک له دې نجونو سره نږدی تماس درلوده.

ډاکتر جینیر له طبیعي علومو او ساینس سره د علاقمندي په اساس په خپل طبابت کې خورا بریالی شخص و، حتی وروسته به یې په فارمونو کې دنجونو نه دا اوریدل چې مونږ د غوا چیچیک تیر کړی نور مو دا مرض نه نیسي.دوه کاله وروسته ده خپل هایپوتیزسس یا فرضیه وړاندې کړه چې ټول د فارم حیوانات باید درمل واخلي خو له ډیرو مخالفتونو سره مخامخ شو او ډیرو خلکو پرې ملنډې ووهلې.

نن سبا دا خبره ډیره ابتدایي ګڼل کیږي خو جینیر د ننني واکیسن بڼست کیښوده.لږه موده وروسته دجینیر دغه څیړنې که ډیرې ابتدایي هم وي د حکومت او د اروپایي ټولنې له خوا له هرکلې سره مخامخ شوې. په لومړی سر کې واکیسن دومره جدي نه ګڼل کیدل خو کله چې د واکسینو وقایوي ارزښتونه برسیره شول په نولسمه پیړۍ کې واکیسن په اروپا او امریکا کې د دولت له خوا جبري اعلان شول.

د ماشومتوب دورې مکمل واکیسن دوره په شلمه پیړۍ کې سټنډرډ (معیاري) شو چې باید هر ماشوم  مکتب ته تر تګ دمخه دغه دوره وقایوي واکیسن کړي وي. د روغتیا نړیوال سازمان او د یونسېف سازمان په ۱۹۷۴ کې یو نړیوال کمپاین پیل کړ. دا کمپاین د ماشومانو د واکیسن نړیوال کمپاین و چې د ساري مرضونو د مخنیوي لپاره په بشپړه توګه ترسره شو تر څو د ماشومتوب دغه مرګونې ناروغۍ له منځه لاړې شي.

واکیسن د یوې باکتریا یا ویروس د حجرې یوه برخه کیدای شي. دا کولای شي یوه مکمله ضعیفه کړای شوې ژوندۍ حجره اوسي یا نیمه د ویروس او باکتریا مړه حجره اوسي. دغه درمل ته بیالوجیکس وایي او نن سبا په طبابت کې د بیلابیلو مرضونو لکه د سرطان د تداوۍ لپاره هم استعمالیږي.

واکیسن په پنځه ډوله ویشل شوي دي

۱-ضعیف کړای شوي باکتریا یا ویروسي حجره لکه د انفلوینزا ، سرخکان، کله چرک او زیړه تبه.
۲-غیر فعال یا مړ ویروسي یا باکتریایي حجره لکه د هیپتایتس A او سیاه سرفه واکیسن.
۳-زهري حجرات یا توکسوید واکسین لکه د دیفتري او تیتانوس واکسین.

۴-د ویروس یا باکتریا یو واحد مثلاً د هیپتایتس B واکسین چې د یوډول پروتین څخه جوړ شوي دي. یا د ام ار ان ای واکسین چې د کرونا تر ټولو اغیزمن ډول واکسین ډي.

۵-او یا یوځای شوي حجرات لکه د نمونیا او میننجایتس واکسین.پولیو واکسین هم د همدې پنځه ډوله واکسینو څخه یو دی. چې په دوه ډولونو دي یو چې د څاڅکو په شکل دي او بل یې د ستنې په واسطه عضله کې پیچکاري کیږي.

د کال ۲۰۲۳ نوبل نړیواله جایزه د طب یا فزیولوژي په برخه کې دوه تنو ساینس پوهانو هر یو میرمن کاریکو او ښاغلي وایسمن ته ورکړل شوه.

دواړو ساینس پوهانو د کویډ۱۹ ( کرونا) په واړندې د mRNA موثر واکسین د نیوکلوسایډ یا د ارثی مالیکولونو په بدلون یا موډیفیکیشن پر بنیاد کشف کړي دي.

د پولیو د واکسین څاڅکي د مګنیزیم کلوراید (مالګه) محلول دي چې په دې کې د معافیت په خاطر د ویروس نیمګړۍ پروتین د ۲۵ مایکرو ګرام یعنې د ملي ګرام یوزرمه حصه ستریپتو مایسین او نیومایسین هم حل شوي دي. دې ډول ته OPV ویل کیږې.

بل ډول یې چې IPV واکیسن دي د پولیو د دریو واړو ویروسونو په وړاندې معافیت ورکوي. دې واکسین کې د پولیو دری واړه ویروسونو غیر فعاله حجرې او پروتین موجود دي، چې د ستنې په واسطه باید یو مسلکي شخص هغه تزریق کړي ځکه د ستنې وهلو زاویه په عضله کې مهمه ده.

واکیسن ته ددې په خاطر په طبي درملو کې بیالوجکس وايي ځکه دا دیوې ژوندۍ حجرې د پروتینو ، قند یا دی ان ای څخه جوړ شوي دي. دا ژوندۍ حجرې کیدای شي د یو تي لرونکي حیوان لکه خنځیر ، غوا ، یا مرغان ، حشرات نباتات ویروس یا باکتریا اوسي.

کیمیاوي درمل د کیمیاوي تعاملاتو په نتیجه کې جوړیږي او بیالوجکس د یوې حجرې څخه یا د بیالوژیکي پروسې په نتیجه کې جوړیږي چې لګښت او خوندي کول یې خورا ګران دي. بیالوجکس درمل مثلن انسولین او کیمیاوي درمل مثلن اسپرین.

لکه څنګه چې زیاتره داروګان کیمیاوي مالیکیولونه دي واکیسن هم بیالوژیکي مالیکولونه دي دا ځکه چې د بیالوژیکې پروسې په نتیجه کې دا جوړیږي.

واکیسن د یوې باکتریا یا ویروس د حجرې یوه برخه کیدای شي. دا کولای شي یوه مکمله ضعیفه کړای شوې ژوندۍ حجره اوسي یا نیمه د ویروس او باکتریا مړه حجره اوسي. دغه درمل ته بیالوجیکس وایي او نن سبا په طبابت کې د بیلابیلو مرضونو لکه د سرطان د تداوۍ لپاره هم استعمالیږي.

واکسین د تیرو دوه پیړیو څخه راپه دیخوا یواځیني مؤثر وقایوي درمل شمیرل کیږېي، چې د فارمې حیواناتو او انسانانو د بقا لپاره یوه ډیره مهمه لاس ته راوړنه ګڼل کیږي.

واکیسین ته په اکثرو مسلمانو ھیوادونو کی په داسی نظر کتل کیدل چی گوندی دا د کوم نجس حیوان مکروب دی چی ماشوم ته ورکول کیږ‎ی او بیا ماشوم د ھغه مکروب یا ویروس سرہ عادی کیږ‎ی چی مرض پری بیا تاثیر نکوی دا په سومالیا ، افغانستان او افراطی مذهبی ټولنو کې شته، او اکثر وروسته پاتی ھیوادنو کی خلک داسی فکر لری. او دلته په اروپا کی ھم اجازہ نه ورکوی چی ماشوم یی واکیسین شی ۰

واکیسین یعنی مخنیوی ، کله چی واکیسین یا د ھغه خطرناک مکروب یا ویروس یو ماشوم ته د واکسینو په ډول ورکړ‎ای شی نو د دغه ماشوم بدن ورسرہ یوہ نوع مادہ چی انتی بادی نومیږ‎ی په وینه کی پیدا کیږ‎ی دا ځکه چی وجود ته یی یو بھرنی ژوندی حجرہ ورځی یعنی انتی جن۰

واکیسین سرہ د انسان د وجود مقاومت د خطرناکو وژونکو مرضونو په ضد زیاتیږ‎ی او د پولیو په برخه کی انسان د پولیو یا گوزن مرض نه ټول عمر لپاره بچ کیږ‎ی۰

د واکیسین څو څاڅکي چی یو ماشوم ته ورکول کیږ‎ی ھغه په ډیر پاک ډول په مجهزو لابراتوا رونو کی جوړ‎شوی دارو دی او د ډیرو ساری او وژنکو مرضونو مخنیوی کوی۰

نن سبا واکسینونه د دی ان اې ریکومبینانت تکنالوجې په واسطه جوړیږې.

ماشومان مو د واکسین نه پس پوره پاملرنی ته ضرورت لری تبه یې باید ورته وګورئ، او د تبی د کمولو لپاره پاراسیتامول د ماشومانو ورکړئ.

ماشومانو ته شین یا تور چای کله مه ورکوئ، چای کې د قهوی نه د کفینو اندازه ‌‌‌‌‌‌ډیره ده او دا د ماشومانو د نمو د کموالی سبب ګرځې، او ‌‌‌‌‌‌ډیر نارامه شې.

د افغانستان خاوره د کلونو جګړی له امله د فنګس او مایکرو باکتریاو څخه ‌‌‌‌‌‌ډکه ده. کله چې سرتیری زخمی شې ‌‌‌‌‌‌ډیر یې د دغه مکروبونو او پرازیتونو له امله داخلی خونریزی یا انترنل بلیدینګ ، او د مکروبونو له امله په انتانی امراضو اخته کیږې.

د برتانیا عسکری لابراتوارونو د زخمی شو عسکرو جامی معاینه کړی او دا یې موندلی دی چی د افغانستان خاوره کی د انتانی امراضو مرګ ژوبله د توغندیو او مرمیو نه کمه نده. د تیتانوس واکسین هر افغان ته ضروری دی .

دولت ولی واکسین ته خلک مجبوروی چې واکسین وکړی؟

ځکه که ناروغان ډیر شی نو دا مرضونه ساری دی او ایپیدیمی او یا پاندیمی د کرونا په شان د وبا سبب ګرځې دولتونه د مرض د ډیرو خوریدو نه د واکسین استعمال ضرور بولی دا اکثراً په هند کې جوړیږې ځکه هندوستان او چین د نړۍ زیاتره درمل جوړولو کمپنۍ لري.

که وبا راشی ښه ده که نه د مرض نه مخنیوی وشی یا نیمه ټولڼه ګوزن باد ووهی او فلج شی؟

نن سبا ډیر واکسینونه د مکروب نه نه جوړیږې، د مکروب دی ان ای تست کیږې او هماغسی دی ان ای یی لابراتوار کې پاک جوړیږې، او د مکروب نه استفاده نکیږې.

#واکسین وکړئ او کورنۍ او ځان مو وژغورئ.

1 COMMENT

  1. د واکسین د تاریخچې او ګټو په هکله خورا په زړه پورې معلومات دي . ماشومان زمونږ راتلونکې سرمایه ده . باید خبل ماشومان د مضرو او ساري امراضو پرضد واکسین کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب