یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهبلخ کې د ملي اردو پر ښځینه سرتېرو وسله‌وال برید شوی

بلخ کې د ملي اردو پر ښځینه سرتېرو وسله‌وال برید شوی

تاند(سه شنبه، د جدي ۲۳) د بلخ ولایت مزار شریف ښار کې نامعلومو وسله‌والو د ملي اردو پر ښځینه سرتېرو وسله‌وال برید کړی، دوه ښځینه سرتېرې یې وژلې او د موټر چلوونکي په ګډون یې دوه نورې ټپيانې کړې دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، نن سهار شاوخوا اته بجې نامعلومو وسله‌والو د مزار شریف ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ملي اردو د ښځینه سرتېرو پر موټر برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، په دې برید کې دوه ښځینه سرتېرې وژل شوي او دوه نورې د موټر چلوونکي په ګډون ټپيانې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د مرکز کابل او نورو ولایتونو ترڅنګ په بلخ ولایت کې هم امنیتي وضعیت خراب شوی او د ښار په څنډو کې وسله‌وال فعالیت کوي او په مرموز ډول وژنې ترسره کوي.

د یاد برید مسوولیت تراوسه کومې وسله‌والې ډلې نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب