Homeخبرونهخوستیانو د ولایت مقام او اداري کمپلکس ودانۍ وتړلې

خوستیانو د ولایت مقام او اداري کمپلکس ودانۍ وتړلې

تاند (سه شنبه د جدي ۲۳) په خوست کې لسګونه ځوانانو او ددې ولایت اوسیدونکو د ولایت مقام او اداري کمپلکس دروازه د اعتراض په توګه وتړله.

دوی د ګډو دولتي ادارو ودانیو یا اداري کمپلکس مخې د اعتراض په توګه راټول شوي او له مرکزي چارواکو د ضیا ودان په وژنه کې د عامیلینو د نیولو غوښتنه کوي.

د دوی په خبره چې حکومت تل د ورته پېښو د عاملینو په نیولو او په دقیقه د پېښو په پلټنه کې پاتې راغلی دی.

د عامه ساتنې ملي تصدۍ مطبوعاتي مسؤل ضیا ودان دوه ورځې وړاندې سهار مهال دندې په لاره و چې د کابل په کارته نو سیمې په دویم سړک کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې له خپل اوښي او یو بل همکار سره یو ځای ووژل شو.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د ودان قضیه به وڅیړي، خو د دوه ورځو په تېرېدو سره یې رسنیو ته څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...