سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهد سالنګ په ګډون د یو شمېر ولایتونو لارې واورو بندې کړي

د سالنګ په ګډون د یو شمېر ولایتونو لارې واورو بندې کړي

تاند(یکشنبه، د حوت ۱۲ مه) د ټولګټو وزارت نن وویل چې د سالنګ په ګډون د یو شمېر ولایتونو لارې د واورو د اورېدو له کبله بندې دي.

دغه وزارت نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې لا هم په سالنګونو کې واوره اوري خو هڅه روانه ده چې بندې شوې لارې بېرته پرانیستل شي.

له بلې خوا د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې وزارت وايي چې د تېرو دوو اوونیو د ورښتونو په نتیجه کې لږترلږه ۲۰ تنه مړه شوي او ۱۴ نور ژوبل شوي دي.

د دغه وزارت ویندوی ملاجانان سایق پرون ناوخته رسنیو ته په استولي ویدیويي پیغام کې ویلي چې د حوت له لومړۍ څخه تر دوولسمې پورې په ۱۴ ولایتونو کې د بارانونو او واورو له امله د کورونو د نړېدو او سیلونو د جاري کېدو په پېښو کې ۳۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویندوی محمداشرف حق شناس پر خپله ایکسپاڼه کښلي چې د سالنګ لار له تېرو ۴ ورځو راهیسي د درنې واورې د اورېدو، توپان او د لیدل کېدونکې ساحې د محدودیت له کبله بنده.

ده همداراز ویلي چې په یاده موده کې ۴۵۲ کورونه نړېدلي او لږترلږه ۵ زره ۲۵۳ څاروي مړه شوي دي.

په همدې حال کې د ټولګټو وزارت وايي چې په شمالي سالنګ کې د واورې اندازه یو نیم متر خو د تونل په برخه کې ۳ مترو ته رسیږي.

 تراوسه پورې په سالنګونو کې ۲۵ ځلې واوره ښوییدلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب