تاند( یکشنبه، د حوت ۱۳ مه) د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد او د دغه وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په یوه سفر قطر هېواد ته تللي.
د ملا یعقوب مطبوعاتي دفتر ویلي، چې دغه چارواکي به په قطر کې له یو شمېر چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو د خبرو تر څنګ په يوه پوځي نندارتون کې هم برخه واخلي.
د دغه سفر په تړاو نور جزییات نه دي روښانه شوي.
قطر د طالبانو له تر ټولو نژدې ملاتړو هېوادونو څخه دی، چې د دوی له بیا واکمنیدو مخکې یې د امریکا په مرسته دوی ته سیاسي دفتر پرانیست او امریکا سره یې د سولې خبرو کوربه توب وکړ.
د افغانستان لپاره د امریکا په ګډون د ډېرو هېوادونو دیپلوماتان هم له قطر څخه خپلې دندې مخته وړي.
څه موده مخکې قطر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب د دویمې لویې غونډې کوربه و، چې طالبانو پکې ګډون ونه کړ.
څارونکي باور لري، چې د ملا یعقوب د دغه سفر په ترڅ کې به نوموړی د پردې تر شا د یو شمېر لویدیزو هېوادونو دیپلوماتانو او استازو سره هم لیدنې کتنې ولري.
ملا یعقوب د طالبانو د ځوان نسل له مشرانو ګڼل کیږي.
هغه د طالبانو د تحریک د موسس او پخواني واکمن ملا عمر زوی دی او د نورو طالب مشرانو په نسبت له نړیوالې ټولنې او افغان لوریو سره د تعامل تر څنګ په ځینو برخو کې نرم او اصلاح غوښتونکی دریځ لري.