یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهشهباز شریف بیا د پاکستان صدراعظم شو

شهباز شریف بیا د پاکستان صدراعظم شو

تاند( یکشنبه، د حوت ۱۳ مه) د پاکستان پارلمان نن د خپلمنځیو ټاکنو پر مهال یو ځل بیا پخوانی صدراعظم شهباز شریف، د دغه هېواد صدراعظم وټاکه.

له هغه سره سیالۍ ته د عمران خان د تحریک انصاف ګوند له اړخه عمر ایوب خان نوماند و.

په نننیو ټاکنو کې شهباز شریف ۲۰۱ او عمر ایوب خان ۹۲ رایې واخیستې.

له ټاکنو او د شهباز شریف له بریالیتوب وروسته، د عمران خان پلویان د شهباز شریف څوکۍ ته نیږدې سره ټول او د هغه پر ضد یې شعارونه ورکړل.

د شهباز شریف د صدراعظ کېدو او د آصف زرداري د ولسمشر کېدو لپاره، د پاکستان مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوندونو ایتلاف کړی.

تمه ده، چې څو ورځې وروسته د ولسمشر د سمبولیکې څوکۍ لپاره هم ټاکنې وشي.

د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره د آصف زرداري مقابلې ته د څو ازادو نوماندانو تر څنګ د تحریک انصاف او ورسره ملګرو ګوندونو لخوا محمود خان اڅکزی نوماند کړل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب