جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+ایپیتېلیل حجرې| ژباړه: وړانګه اکبر

ایپیتېلیل حجرې| ژباړه: وړانګه اکبر

لیکوالان: Heidi Kurn; Daniel T. Daly
ژباړه: وړانګه اکبر
پېژندنه
په بدن کې لومړني انساج ایپېتېلیل حجرو جوړ کړي دي. ایپېتیلیل حجرې د ایکټوډرم، میزوډرم او انډوډرم څخه جوړې شوې دي، نو له همدې امله د بدن ډېری غړي او ژورې برخې د ایپیتیلیل حجرو په واسطه پوښل شوي دي. ایپیتیلیل حجرې په بېلابېلو ډولونو تنظیم شوي دي لکه فلسي، مکعبي او ستوني، کوم چې د ساده، پوړیز، ظاهري پوړيز او لېږديز په توګه رغول شوي دي. څرنګه چې ایپیتیلیل حجرې د بدن په ټولو برخو کې په خپور ډول شتون لري د دوی دندې نظر ځای یا موقعیت ته توپیر لري. د بېلګې په ډول په پوستکي کې ایپیتیلیل حجرې د پوستکي د ساتنې دنده په غاړه لري، په داسې حال کې چې نوموړې حجرې په کولمو کې د افراز او جذب دنده په غاړه لري. په دې لیکنه کې هڅه شوې ده تر څو د ایپیتیلیل حجرو جوړښتیزې ځانګړنې او د دوی دندې همدارنګه هغه حالات چې د هسټولوجیکي رنګولو پر بنسټ ښکاره شوي دي تشریح شي.
د پام وړ موضوعات 
د بدن د پوستکي، تشو او ژورو برخو او د وینې رګونه په زیاته اندازه د ایپیتلیل حجرو په واسطه پوښل شوي دي. نوموړې حجرې د انسان د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې له جنین جوړېدنې څخه بیا تر بلوغ پورې د پام وړ ګډون لري. د ایپیتیلیل حجرو تر ټولو ځانګړی هسټولوجیکي حالت دا دی چې دوی د بدن په بېلابېلو غړو کې خپلې فزیولوجیکي دندو ته قطعي ځواب ورکوونکي دي. که د ایپیتیلیل حجرو په بڼه او دندو کې بې نظمي رامنځته شي نو بېلابېل کلینیکي حالات لکه سرطان، سیلیاک ناروغۍ، د غړو فایبروسس او بولوس پیمفیګوییډ به رامنځته شي. 
جوړښت 
ایپیتیلیل حجرې structural polarity لري چې هم دې ځانګړنې یې درې ساحې هره یوه برسېرنه ساحه، د بنسټ ساحه، او څنګزنه ساحه رامنځته کړې ده. برسېرنه ساحه یې هغه ساحه ده چې د ایپیتیلیل حجرو بهرنۍ سطحه پکې شامله ده او د دې حجرو په سطحه اړین جوړښتونه شته لکه مایکروویلای، سیلیا، او سټیروسیلیا چې د حجرې په دندې اغېزې لري. مایکروویلای ګوتې ته ورته راوتلي جوړښتونه دي چې پکې د اکټین ریښکو هستې یو له بل سره یو ځای شوي دي، د terminal web سره نښتي او د برسېرنې سطحې سره موازي دي.
سیلیا د حجرې د سطحې خوځېدونکې جوړښتونه دي، د دوو مرکزي مایکروټیوبولونو څخه تشکیل شوي دي چې د نهه دوه ګونو مایکروټیوبولونو په واسطه احاطه شوي دي. په پایله کې سټیروسیلیا هم ګوتو ته ورته جوړښتونه دي چې د اکټین د ریښکو په واسطه یې ملاتړ ترسره کېږي.
د بنسټ ساحه د basal lamina سره د هیمی ډیسموزوم په واسطه تړل شوې ده چې د intermediate ریښکو په واسطه ورسره  ترکیب شوې ده. له ایپیتیل نسج څخه نښلوونکی نسج (connective tissue) د basal lamina په واسطه بېلېږي. څنګزنه ساحه اړخیزې او ګاونډۍ حجرې سره وصلوي او د دوی تر منځ اړیکه ټینګوي. د حجرو تر منځ د اړیکو د ټینګولو لپاره بېلابېل نښلوونکي شتون لري لکه desmosomes چې حجرې د هغوي د سکلیټي جوړښتونو په یو ځای کولو سره نښلوي. همدارنګه tight junctions ایساروونکي نښلوونکي دي چې د حجرو تر منځ د مایعاتو او پکې د حل توکو حرکت تنظیموي. Gap junctions چې د حجرو په څنګزنه ساحه کې موندل کېږي د دوو حجرو تر منځ د اړیکې د ټینګولو لپاره کانالونه جوړوي چې د دوو ګاونډیو حجرو تر منځ د ایونونو او مالیکولونو تېرېدو ته اجازه ورکوي. 
ایپیتیلیل حجرې د دوي بڼې او د پوړونو شمېر ته په کتو سره تنظیم شوي دي. ساده ایپیتیلیل حجرې د یو پوړ درلودونکې دي خو څو پوړیزې حجرې د دوو یا څو پوړونو درلودونکي دي. ظاهري څو پوړيزې بیا هغه ډول حجرې دي چې یوازې یو د حجرې پوړ لري خو څرنګه چې بېلابېلې اندازې لري نو ځکه څو پوړیزې ښکاري. بڼې ته په کتو سره ایپیتیلیل حجرې درې ډوله اصلي بڼې لري، فلسي، مکعبي، او ستوني. فلسي حجرې په پلنه او مسطحه بڼې سره ځانګړې دي، مکعبي حجرې مکعب ته ورته دي چې مساوي پراخوالی، لوړوالی او ژوروالی لري، او ستوني حجرې چې اوږدوالی یې د پراخوالي څخه زیات دی په مستطیلي بڼې سره ځانګړې دي.
 دندې
ایپیتیلیل حجرې د بدن په بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای شوي دي چې نظر موقعیت او بڼې ته بېلابېلې دندې سرته رسوي.د ایپیتیلیل حجرو برسېرنې سطحې د حجرو په دندو موثرې اغېزې لري.د مایعاتو په جذب او لېږد کې مایکرو ویلای خپل رول لوبوي.د مایکرو ویلای شمېر د حجرو د جذب په ځانګړنې پورې اړه لري.همدارنګه سیلیا د ایپیتیلیل حجرو د سطحې په سراسر برخو کې توکي لېږدوي. سټیریو سیلیا د اورېدو او تعادل په برخه کې اړینې دي.
ساده فلسي ایپیتیلیل حجرو د وینې رګونه استر کړي دي چې ورته انډوتیلیم ویل کېږي،نوموړو حجرو د بدن تشه لرونکې برخې هم استر کړي چې د مېزوتیلیم په نوم یادېږي او بېلابېلو برخو ته د مالیکولونو د خپرېدو لکه د غازاتو بدلون ته اجازه ورکوي. ساده مکعبي حجرې افرازي دندې لري او دې ته مایلې دي چې قناتونه استر کړي.ساده ستوني حجرې په کولمو کې شتون لري چې هم افرازي او هم د جذب دنده په غاړه لري. 
د انساجو چمتو کول
د ایپیتیلیل حجرې ازموینه د بایوپسي په واسطه ممکنه ده. په ټوله کې کله چې یوه نمونه واخیستل شي، په فورمالین کې کېښودل کېږي او په پارافین کې ځای پر ځای کېږي، بیا قطع او په پایله کې رنګ ورکول کيږي.
Histochemistry and cytochemistry
ایپیتیلیل حجرې ځانګړی Cytoskeletons لري چې په ځان کې مایکروټیوبولونه،اکټین ریښکۍ او intermediate ریښکۍ لري. intermediate ریښکۍ  د مایکروټيوبولونو او اکټین تارونو بر خلاف سایټوسکلیټون ته د کش کېدو وړتیا ورپه برخه کوي چې دا یې خاصه ځانګړنه ده. Intermediate ریښې د هسټوکیمیکل رنګ آمېزۍ لپاره یوه ارزښتناکه موخه ده. ددې ریښکو پینځه ډوله شتون لري. ګلیال ریښکې چې په astrocytes کې دي، نیوروفیلامنټونه په اعصابو کې،desmin ریښکې په عضلاتو کې، vimentin په mesenchyme کې او keratin په چې په ایپیتیلیل حجرو کې شتون لري. کیراټین نه یوازې دا چې کولای شي نسج د ایپیتیلیل حجرو په توګه معرفي کړي بلکې د ایپیتیلیل حجرو د ډولونو ترمنځ توپیر هم کولای شي. د بېلګې په ډول کېراټین ۳ د قرنیې په ایپیتیلیوم کې پیدا کېږي او کېراټین ۲۰ په Merkle حجرو او د یوروتیلیوم په umbrella حجرو کې شتون لري.دا کیراټینونه د ایپیتیلیل حجرو لپاره خورا مهم دي او په کیراټين کې بدلونونه او یا د کیراټين له لاسه ورکول کیدای شي چې یو کس له ناروغیو سره مخ کړي.
نوري مایکروسکوپ
د نسج په یوه نمونه کې د پتالوجۍ په شتون یا نه شتون د پوهېدو لپاره باید روغه او نارمله ایپیتیلیل حجره ولیدل شي چې د دې موخې لپاره نورې مایکروسکوپ د رنګ شوې ایپیتیلیل حجرې د لیدلو لپاره کارول کېږي. نوري مایکروسکوپ په یو نسج کې د شته ایپیتیلیل حجرې بڼه مشخص کولای شي. ستوني ایپیتیلیل حجرې په مسطتیلي بڼه ،مکعبي حجرې په کروي بڼه او فلسي حجرې اوږدې او هموارې څرګندېږي.
الکټرون مایکروسکوپ
الکټرون مایکروسکوپ د مایکروسکوپ یو ډول دی چې نسبت نوري مایکروسکوپ ته د لوی ښودنې لوړ ظرفیت لري. نوموړی مایکروسکوپ ددې وړتیا لري چې تر ټولو کوچني جوړښتونه لکه Tight junction, adherens junction, desmosome, hemidislmosome, gap junction, basal lamina د لیدلو وړ وکرځوي کوم چې ایپیتیلیل حجرې د نښلوونکو انساجو څخه بېلوي.
کلینیکي ارزښت
ایپیتیلیل حجرې د adenocarcinoma  او papillary carcinoma په څېر د ناوړه ودې احتمال لري.ځینې عام اډینوکارسینوماګانې چې د ناروغۍ او مړینې لوړه کچه لري د سږو، پروسټاټ،د غټو کولمو او سینې سرطان دی.
د ایپیتیلیل حجرو سره بل تړلی کلینیکي حالت د metaplasia په نوم دی.میټاپلازیا هغه حالت ته ویل کېږي ،کله چې د چاپېریال د فشارونو او بدلونون په پایله کې د حجرې یو ډول د حجرې په بل ډول واوړي. دا پروسه کېدای شي په ځینو فزیولوجیکو او یا پتالوجیکو حالاتو کې رامنځته شي.د بېلګې په ډول د زېږون څخه وروسته د یوې میرمنې په Cervical epithelium باندې مطالعاتو دا وښوده چې ستوني ایپتیلیل انساج یې د فلسي ایپیتیلیل انساجو سره د فزیولوجیکي رغېدنې په پایله کې د زېږون څخه وروسته مرحله کې تبدیل شول. پتالوجیکي میټاپلازیا په  ډېر احتمال سره ډیسپلاسټیک ده چې کېدای شي وژونکی وي.د پتالوجیکي مېټاپلازیا یوه بېلګه Barrett’s مرۍ ده. مرۍ په نمونه ای ډول د فلسي ایپیتیلیل په واسطه پوښل شوې ده. کله چې یو ناروغ په نا کنټروله ډول gastro esophageal reflux disease ولري، د معدې څخه مرۍ ته راتلونکي تېزاب د مرۍ په فلسي ایپیتیلیل ثابت فشار راولي چې  په پایله کې په میوسین تولیدوونکو ستوني ایپیتیلیل حجرو بدلېږي. میوسین تولیدوونکې ایپیتیلیل حجرې  په ښه توګه د معدې له تېزابو سره مقابله کولای شي او د مرۍ له توږنې څخه مخنیوی کوي.که چېرې د GERD ناروغ په وخت سره درملنه ترسره کړي، ستوني حجرې شونې ده چې بیرته په فلسي حجرو واوړي.که چېرې نوموړی ناروغ د GERD درملنه ترسره نه کړي،شونې ده چې میټاپلازیا په ډيسپلازیا واوړي چې بدې پایلې لري.
مطالعاتو ښودلې ده چې Barrett’s مرۍ د مرۍ  adenocarcinoma ته تمایل او تیاری زیاتوي.
له سرطان او میټاپلازیا ورهاخوا د ایپیتیلیل حجرو بل اړین بیولوجیکي اړخ Epithelial mesenchymal transition دی، چې په دې پروسه کې د بشپړو بدلون موندلو قطبي ایپیتیلیل حجرو دندیز بدلون خوځنده نه بدلون موندلو حجرو ته ترسره کېږي. لکه میټاپلازیا، EMT د فزیولوجيکي او پتالوجیکي څرګندونو په پایله کې رامنځته کېږي چې په دې څرګندونو کې جنیني gastrulation، د انساجو بیا ځلي زېږېدنه، ګزکی یا التهاب،fibrosis او د سرطان خپرېدنه شامل دي.
سربېره پردې د ايپیتیلیل حجرو د اختلال نور ډولونه په مختلفو انساني ناروغیو، په ځانګړې توګه په معافیت پورې اړوند شرایطو پلې کېږي. هغه مایکرویلای ګانې چې د کولمو سطحه یې استر کړې، د سیلیاک ناروغۍ او ځینو باکټریایي ککړوونکو په واسطه زیانمنې کېدای شي. د وخت څخه مخکې زېږېدلو ماشومانو د سږو په اسناخو کې مکعبي ایپتیلیل حجرو (دویم ټایپ pneumocyte)په بشپړ ډول وده نه وي کړي، او د surfactant تولید خراب وي، چې له وخت څخه د مخه زېږېدلي ماشوم کې د respiratory distress syndrome د پیدا کېدو لامل کېږي. په پوستکي کې bullous pemphigoid چې یوه autoimmune subepidermal skin blistering  ناروغي ده،اساساَ هیمیډیسموزوم غیر موثره وړاندې کوي.د human papilloma وایروس ۱ او ۴ نژاد د انسان د ایپیډرمیس په فلسي حجرو کې زخې رامنځته کوي. دا وایروس د نښلوونکو انساجو په پپیلا باندې د ایپیتیلیل انساجو د زیاتې ودې لامل ګرځي. د ناروغیو دا پراخه لړۍ په کلینیکي توګه د ایپیتیلیل حجرو په هکله پوهه د پام وړ ګرځوي.
لیکوالان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب