جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهحقاني په پنجشېرکې؛ د پنجشېر سیاسي مشرانو د خپلو خلکو پر وړاندې...

حقاني په پنجشېرکې؛ د پنجشېر سیاسي مشرانو د خپلو خلکو پر وړاندې اعتبار بایللی

تاند (جمعه، د میزان ۶ مه)  د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني پنجشېر ته د سفر پر مهال د دغه ولایت خلک ستایلي، خو پر سیاسي مشرانو یې نیوکې کړي.

نوموړي ویلي، چې د پنجشېر خلک مېړني دي، د روسانو خلاف یې جهاد کې مهمه ونډه لرلې او د خپلو سیاسي مشرانو پياوړی ملاتړ یې کړی.

د ده په وینا، د پنجشېر سیاسي مشرانو بیا برعکس د خلکو له ملاتړ څخه د ځان لپاره ګټه اخیستې او اوس یې خلک هم پوه شوي او ملاتړ نه ورڅخه کوي.

سراج الدین حقاني د دغه سفر پر مهال د خپل رژیم خلاف جګړه نا مشروع ګڼلې او ویلي، چې د بهرنیانو له وتو وروسته د جګړې جواز نشته.

هغه مخکې یو شمېر نورو ولایتونو ته هم ورته سفرونه کړي او پر مهال یې بهر ته تللي افغانان هېواد ته ستنیدو ته بللي دي.

د طالبانو منتقدان بیا د حقاني داسې بلنې او څرګندونې نمایشي او تبلیغاتي بولي او باور لري، چې که طالب مشران په رېښتیا نورو افغانانو سره د جوړجاړي فکر لري، د بهر ته تللو کسانو د ستنولو پرځای په هېواد کې شته کادرونه ځانته نږدې او له وړتیاوو یې ګټه واخلي، څو دوی هم له هېواده وتو ته مجبور نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب