جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بریتانیا په انتظار کې سلګونه افغان کورنۍ د پاکستان د پولیسو...

د بریتانیا په انتظار کې سلګونه افغان کورنۍ د پاکستان د پولیسو له خطر سره مخامخ دي

تاند (شنبه، د میزان ۷ مه) انډیپینډنټ ورځپاڼې په یوه راپور کې افشا کړه چې سلګونه افغانان، چې بریتانیا ورته د پناه ورکولو ژمنه ورکړې او په پاکستان کې بند پاتې وو، د دغه هیواد پولیسو نیولي او اوس وېره ده چې بېرته افغانستان ته ولېږل شي.

سلګونه افغان کورنۍ، چې اکثرو یې د بریتانیا د پوځ لپاره کار کاوه، د بریتانیا د چارتر الوتنو له درېدو څو میاشتې وروسته او مخکې تر دې چې بریتانیا ته سفر وکړي، په اسلام اباد کې بې برخلیکه پاتې شوې.

دوی ته بلنه ورکړل شوې وه چې اسلام اباد ته لاړ شي چې بریتانیا ته ولېږدول شي.

خو د پاکستان پولیسو، چې د بې اسنادو افغانانو د نیولو لټه پیل کړې، د دغو افغانانو په شان د ټولو بې وېزې افغانانو نیونو ته دوام ورکړی دی.

په همدې حال کې د بریتانیا لوی کمیسیون له پاکستاني چارواکو سره تماس نیولی او هغوی ته یې ویلي چې دا افغانان، چې ټاکل شوې ده بریتانیا ته ولېږدول شي، سخت ترهول شوي دي.

د بریتانیا د پارلمان غړیو او پوځي مشرانو په اسلام اباد کې د رابلل شویو افغانانو پر وضعیت انتقاد کړی او د بریتانیا حکومت یې په دې ملامت بللی چې هغو کسانو ته یې شا اړولې چې له طالبانو سره په مبارزه کې یې مرسته کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب