شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+سیدجمال الدین افغاني پوهنتون ته ۲ ورځینی ورکشاپ

سیدجمال الدین افغاني پوهنتون ته ۲ ورځینی ورکشاپ

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون (۲۰۰) محصلانو ته (د مونوګراف لیکنې لارې چارې) تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو

لیکنه: فریدالله خیرخوا او شاهدالله ځواک

له سید جمال الدین افغاني (کونړ) پوهنتون څخه هر کال په سلګونو ځوانان فارغېږي، دوی اړ دي چې د خپلو درسونو په پای کې مونوګراف ولیکي. د ځینو لاملونو پر بنسټ په دغې برخې کې محصلان له ځینو ستونزو سره مخامخ وي، نو ځکه ورته دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو.

د دغې ورکشاپ لپاره محصلانو نوملیکنه وکړه، محصلانو ته حاضرې جوړه شوه، د هرې ورځې په پیل او پای کې ورته یوه بله حاضرې جوړه شوه او د هرې ورځې د ورکشاپ په پیل او پای کې یې حاضري لاسلیک کاوه، د ورکشاپ په جریان کې ورته د دوه ورځو د سلايډونو مواد، د مونوګراف لیکنې لارښود اثر او تصدیق پاڼه ورکړل شوه.

د ښوونې او روزنې پوهنځي د تضمین کیفیت د مسؤولینو له لوري په پوهنتون کې (د مونوګراف لیکنې لارې چارې) تر سرلیک لاندې اعلان ورکړل شو، لږو ډېر ۲۰۰ محصلانو ورته نوملیکنه وکړه، هر محصل ته د موضوع په تړاو د (مونوګراف لیکنې لارښود) کتاب، د دوو ورځو سلایډونه او د سېمینار په وروستۍ ورځ به ورته تصدیق پاڼه ورکړل شي.

د لومړي ورځې لنډ راپور:

د لومړي ورځ غونډه په (۱۴۰۲/ ۷/ ۴) په یوولسو بجو پیل شوه او په یوې بجې پای ته ورسېده.

د دریځ چارې د ښوونې او روزنې پوهنځي د تضمین کیفیت مسؤول پوهنمل فضل معبود پر مخ وړلې، غونډې ته د تلاوت لپاره یې قاري صاحب منصور احمد ته بلنه ورکړه او غونډه د قرانکريم په مبارکو ايتونو پيل شوه. ورپسې د ښونې او روزنې پوهنځي رئيس پوهنیار خليل الله حنيف ته بلنه ورکړل شوه او د غونډې په ارزښت يې خبرې وکړې او زده کړيالانو ته یې د غونډې په تړاو ګټورې سپارښتنې وکړې، له زده کړيالانو یې وغوښتل چې د استاد هاشمي له علميت څخه ګټه پورته کړي او دغه وخت د ځان لپاره غنيمت وګڼي.

له رییس صاحب څخه وروسته محترم استاد پوهنمل فضل معبود عادل د غونډې په تړاو محصلينو ته ګټور معلومات وړاندې کړل.

ورپسې پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي ته بلنه ورکړل شوه:

په ترتیب سره استاد په دغو موضوعاتو خبرې وکړې، چې سلایډونه یې په دې ډول وو:

[۱]

د مونوګراف په اړه لومړني معلومات
۱. مونوګراف څه ته وايي؟
۲. د مونوګراف په وسیله د ستونزو حلول
۳. د مونوګراف لیکنې اړتیاوې
۴. څومره موضوع ولیکم؟
۵. څنګه یې ولیکم؟

[۲]

د ښه مونوګراف ځانګړنې
۱. عنوان یې علمي وي.
۲. د عنوان معنوي حدود یې څرګند وي.
۳. د مونوګراف شکلي او معنوي جوړښت سم وي.
۴. له ماخذونو څخه ګټه اخیستل شوې وي.
۵. د څېړنیزې موضوع، ډول او مېتود اړیکې څرګندې وي.

[۳]

له موضوع غوره کولو څخه وروسته مطالعه کول
۱. د مطالعه لپاره کوم وخت غوره کړو؟
۲. د ورځې څومره مطالعه وکړو؟
۳. مطالعه څنګه وکړو؟
۴. د مطالعې لپاره منظم ځای درلودل

[۴]

د مونوګراف لپاره د موادو ځایونه مشخص کول
۱. مواد چېرته پیدا کېږي؟
۲. په بېلابېلو ژبو د موادو لټول او پیدا کول
۳. د موادو ویشل
۴. د تیوري په اړه مواد
۵. د عملي کار په اړه مواد
۶. د علمي کار په اړه اصلي اثارو لوستل
۷. د عملي کار په اړه فرعي اثارو لوستل

[۵]

د مونوګراف لپاره یادښتونه اخیستل
۱. د یادښتونو اخیستلو لارې چارې
۲. د مونوګراف لپاره د یادښتونو اخیستلو ګټې
۳. که د مطالعې په برخه کې یادښتونه ونه لرو او یا یې ونه لیکو، آیا ښه مونوګراف لیکلی شو؟
۴. د موضوع د غوره کولو څخه مخکې مطالعه کول او یادښتونه اخیستل
۵. له موضوع څخه وروسته مطالعه کول او یادښتونه اخیستل

[۶]

د مونوګراف شکلي جوړښت
۱. د پیل خبرې
۲. لنډيز
۳. سریزه (د موضوع ستونزې، د موضوع ارزښت، د موضوع موخې، د موضوع پوښتنې، د موضوع تاریخي شالید او د موضوع تګلاره)
۴.اصلي موضوع
۵. پایله
۶. مناقشه
۷. وړاندیزونه
۸. ضمیمې
۹. ماخذونه

[۷]

د مونوګراف معنوي جوړښت
سرلیک
۱. معنوي حدود یې څرګند وي، لکه:
د خوشحال په یو شعر د انساني کرامت څېړنه ـ سم

د خوشحال په شعرونو کې د انساني کرامت څېړنه ـ ناسم
۲. نېغ په نېغه له متن سره اړیکه ولري، لکه:
د مقالې لیکنې لارې چارې  سم

روماني سرود ـ ناسم
۳. جذاب او زړه راښکونکی وي.
د اصلي موضوع استازیتوب وکړي/ معنوي اړیکه ورسره ولري، لکه:
د مقالې لیکنې بنسټونه
۴. عنوان ډېر لوی نه وي.
۵. ابتکار او نوښت ولري، لکه:
د رحمن بابا په یو شعر کې د مُثل نظريې څېړنه

[۸]

د پیل خبرې
۱. د موضوع انګیزه بیانول.
۲. د بشپړولو اسانیتاوې او ستونزې.
۳. د څېړنې د ضرورت ارزښت ښودل او هدف بیانول.
۴. د هر ډول مادي او معنوي کومک کوونکیو مننه کول.
۵. د نیمګړتیاوو په اړه معذرت غوښتل.

[۹]

لنډيز
۱. لنډ وي.
۲. ټوله اصلي موضوع پکې ذهن ته راشي.
۳. که چېرې نوې خبره پکې ثابت شوي وي، لنډه یادونه دې ورته وشي.
۴. د موضوع لنډه پېژندنه، د موضوع ارزښت، د موضوع اړتیا، د موضوع پایله/ لاسته راوړنه او د موضوع تګلارې یادونه باید ولري.
سریزه
۱. د موضوع لنډې پېژندنې ته اشاره کول.
۲. په موضوع کې د نوو موضوعاتو یادونه کول چې مخکنیو لیکنو کې یې یادونه شوې نه وي.
۳. اصلې موضوع ته د داخلیدلو د یوې وسیلې په ډول ترې کار اخیستل.
[۱۰]

د موضوع ستونزې
۱. د ستونزو ښودل.
۲. د موضوع د غوره کولو لامل ښودل چې د همدغو ستونزو پر بنیاد غوره شوی دی.
د موضوع ارزښت
۱. د اړتیا له مخې یې ارزښت ښودل
۲. ولې دا موضوع غوره شوې ده؟
۳. ګټه یې څه ده؟

[۱۱]

د موضوع موخې
۱. له پوښتنو سره تړاو ولري.
۲. له فرضیو سره تړاو ولري.
۳. له اصلي موضوع سره تړاو لري.
۴. د پوښتنو د شمېر په پام کې نیولو سره موخې وټاکل شي، لکه: دوه پوښتنو ته دوه موخې تاکل ښه دي.
۵. د لږو موخو ټاکل غوره وي.
د موضوع پوښتنې
۱. څرګندې وي.
۲. مبهمې نه وي.
۳. حدود یې څرګند وي.
۴. لنډې وي.
۵. هر اړخیزې نه وي.
۶. ډېرې نه وي.

[۱۲]
د موضوع تاریخي شالید
۱. د موضوع اړوند د تېرو ماخذونو ماهیت څرګندول. (هستي شناسي)
۲. د تېرو ماخذونو پېژندل. (معرفت شناسي)
۳. تېرو ماخذونو ته په انتقادي نظر کتل.
۴. له تېرو کارونو سره د خپل کار توپیر ښودل.
۵. د تېرو کارونو د لاسته راوړنو سره د خپل کار د لاسته راوړلو توپیر کول.

[۱۳]

د موضوع تګلاره
۱. د څېړنې ډول ښودل
۲. د څېړنې مېتود ښودل
۳. د څېړنې ډول او مېتود تر منځ اړیکې
۴. د اصلي موضوع، څېړنې ډول او مېتود تر منځ اړیکې

[۱۴]

د څېړنې د ډول او مېتود په تیوري باندې پوهاوی درلودل، لکه: د بېلګې په ډول د تحلیلي مېتود تیوري داسې ده:
۱. د مشاهدې په وسیله د موضوع ماهیت پېژندل.
۲. د ستونزو مشخص کول.
۳. د ستونزو شرحه کول.
۴. له شرحې سره انتقادي نظر یو ځای کول.
۵. د همدغو موادو تقسیمول.
۶. د موادو تنظیمول.
۷. د موادو لیکل.
۸. لاسته راوړنه.

په غونډه کې په دغو موضوعاتو خبرې وشوې.

په دویمې ورځ هم د پورته موضوعاتو په پام کې نیولو سره په سلایډونو کې د موضوع په اړه موادو باندې خبرې وشوې.

په پاى کې د پوښتنو لپاره وخت ورکړل شو او زده کړيالانو د سېمينار د وړاندې شوي درس په تړاو پوښتنې وکړې، استاد په ډيره مينه د ټولو محصلينو پوښتنو ته ځوابونه وويل او د غونډې په پاى کې حاضري واخيستل شوه او له همدې سره د لومړۍ ورځې درس پاى ته ورسېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب