شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونه۶۰ کلنه مېرمنه، چې له ۱۰ کلونو راهیسې یې خاوند بندي کړې...

۶۰ کلنه مېرمنه، چې له ۱۰ کلونو راهیسې یې خاوند بندي کړې وه، خوشې شوه

تاند (جمعه، د میزان ۶ مه) د خوست لپاره د طالبانو امنیتي چارواکو ویلي، یوه ۶۰ کلنه مېرمنه یې د خاوند له زندانه خوشې کړې ده.

په خوست کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند طاهر احرار ویلي، دا مېرمنه په ګربزو ولسوالۍ کې له یوې تیارې خونې، چې له لسو کلونو راهیسې پکې بندي ساتل کیده، خوشې شوې ده.

ویل شوي، چې د پېښې په تور د مېرمنې د ژوند ملګری او یو زوی نیول شوي دي.

د مېرمنې رواني وضعیت ناسم ښودل شوی او ملکي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوې ده.

څه موده مخکې په کابل کې یوه مېرمنه، چې وروڼو یې له ۲۵ کلونو راهیسې په کور کې بندي کړې وه، د طالبانو لخوا له بنده خوشې شوه.

3 COMMENTS

  1. دا ټول د دی چټلی ډلی افوهات دی چی غواړی دخلکو ذهنونه مختل کړی او خلکو ته ښکاره کړی چی دوی د ښځو سره خواخوږی لری او توپیری چلن نه ورسره کوی د لعنتی ځامنو د نجونو مکتبونو دروازی خلاصی کړی چی خلک له ناپوهی خلاص شی

  2. زما په اند د یوې شپیته کلنې میرمنې بندې کیدل هغه هم د خپل خاوند له خوا هیڅ د منلو وړ خبره ده. ځکه چې که خدای مه کړه په هغې د بې پرواېې او بدلمنې شک هم څوک کوي دا به یو حماقت وي. دوهمه خبره دا د داسې خبرونو په خپرولو سره اوسني چارواکې وښيي چې په هیواد کې له دې وړاندې په ښځو داسې ظلمونه کیدل، دادی اوس يي موږ پای ته رسوو. په دی توګه دوئ غواړې داسې وښيي چې له ښځو سره د دوئ له لوري د خواخوږۍ چلند کیږي. خلک دومره هم ګنګس نه دي چې په دې لسوکلونو کې د دې ښځې خپلوانو، کلیوالو او نور چا دا خبره نه ښکاره کوله چې دا میرمنه یو ناڅاپه څه شوه. دوئ غواړې خپل ولس نړیوالو ته یو جاهل – له تمدن نه لیرې او وحشي ور معرفې کړې، څو يي دا خبره چې د نجونو د ښوونځيو تړل او ستونزه یو کلتورې ستونزه ده. وزن پیدا کړي. که دا کلتورې ستونزه هم ستاسو دنده د داسې دودونو په له منځه وړلو کې څه ده. ولي د داسې کسانو مخنیوی نه کوي. د نیمايي دنیا سره مو زور رسیده او ماته مو هم کړه، او اوس مو له یو څو داسې کسانو سره د مبارزې زور نشته.

  3. څو خبرې ډېرې ضروري دي چې انسان یې باید په اړه فکروکړي چې په حقیقت پوه شي.
    ١:ایا په پښتنې ټولنه کې به یوه ښځه لس کاله داسې ورکه شي چې فامیل، پلار وروڼه او نور خپلوان پوه نشي چې خورلوریې چېرته ده؟
    ٢:دا ښځه به په دا لسو کالنو کې ناروغه شويوي کنه؟
    ٣:ایا شپیته کلن انسان به دومره تاب ولري چې لس کاله په داسې ځای کې تېر کړي چې لمر ونلري او هم ښه خواړه ونه خوري.
    ډېرې خبرې باید داسې وي چې سړی یې په اړه شک څرګندوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب