شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد مسکو فارمټ د ناستې یوه څنډه؛ د یو شمېر طالب...

د مسکو فارمټ د ناستې یوه څنډه؛ د یو شمېر طالب استازو پاسپورټونه ورک شوي

تاند (جمعه، د میزان ۶ مه) د روسیې خبري اژانس  سپوتنیک خبر ورکړی، چې د تاتارستان جمهوريت په یوه سوپر مارکیټ کې له افغانستانه د یوه ورغلي طالب استازي پاسپورټ ورک شوی.

سرچینې ویلي، چې د طالبانو د پلاوي یو شمېر غړي د پرکرستوک په نوم یوه سوپر مارکیټ ته د پېرلو لپاره تللي وو، چې یوه تن یې د ځان په ګډون د خپلو یو شمېر نورو ملګرو پاسپورټونه او نور اسناد ورک کړي.

د راپور له مخې، ځایي پولیس د دغو اسنادو د موندلو لپاره لاس په کار شوي دي.

ویل شوي، چې له دغه طالب استازي څخه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد اسناد هم ورک شوي دي.

تاتارستان نن د روسیې په کوربه توب د افغانستان په اړه د ماسکو فارمټ په نوم د سیمه ییزو هېوادونو د ځانګړې غونډې کوربه و.

دغې غونډې ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د دوی یو پلاوی هم بلل شوی و.

2 COMMENTS

  1. هغه پښتو متل چی وایی: پکه دا د لا بله سپکه ! دغه دومره غټ غټ واسکټ او جیبونه یی یوازی د نسوارو د د دبلیو لپاره دی او که د اودس ماتی لوټې یی پکښی ګرزوی! خدای شرمولی خپل لاسوندونه نشی ساتلۍ نو ملک به څرنګه چلوی؟

  2. دا خو ټول دیپلماتان وو. عادی او جنګې طالبان هم نه دي چې له دیپلماتیکو اصولو څخه خبر نه وي. دوئ پیر او پلور ته تللې و که په غونډه کې د برخې اخیستو له پاره/ خیر نو پېسې چې ډیرې شي بیا د بهرنیو ملکونو عطرونه او نور د علاقې وړ اجناس خوند کوي چې د دیپلماتیک سفر په ترڅ کې يې درسره را ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب