شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاکستان او ایران د میلیونونو افغان کډوالو د ایستو اعلان کړی

پاکستان او ایران د میلیونونو افغان کډوالو د ایستو اعلان کړی

تاند (جمعه، د میزان ۶ مه) د پاکستان او ایران حکومتونو له خپلې خاورې د میلیونونو هغو افغان کډوالو د ایستو اعلان کړی، چې په ناقانونه توګه هغلته ژوند کوي.

د پاکستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس پرون او د ایران د کورنیو چارو وزیر وحید احمدي اوړمه ورځ دغه اعلان کړی.

ویل شوي، چې ایران کې تر ۵ میلیونو پورې افغان کډوال په ناقانونه توګه ژوند کوي.

په پاکستان کې د دغو افغان کډوالو کره شمېر نه دی معلوم، خو ځینو رسنیو ویلي چې څه باندې یو میلیون افغانان په دغه هېواد کې په ناقانونه توګه ژوند کوي.

له دې سره، له وروستیو راهیسې په دواړو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه زیات شوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي له پاکستان څخه غوښتي، چې افغان کډوالو سره ناسم چلند ونه کړي.

یوه لویه برخه افغانان، د ۲۰۲۰ د اګسټ په ۱۵ مه پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو سره هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

1 COMMENT

  1. دا ځای دي نښه وي که يي له میلیونو څخه سل زره هم راویاستل، ځکه د دوئ په کې ګټه ده. د ملګرو ملتونو مرستې له یوې خوا، د ځان دګټو له پاره ورپه کې د جاسوسي کړیو موندل له بلې خوا او د هر نظام د تهدید له پاره دې همدې خلکو ساتل د دوئ له مهمو پروژو څخه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب