شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاکستان: کابل دې د ټي ټي پي نیولي غړي را وسپاري

پاکستان: کابل دې د ټي ټي پي نیولي غړي را وسپاري

تاند (جمعه، د میزان ۶ مه) د پاکستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس په کابل کې د طالبانو له حاکم رژیم څخه وغوښتل، چې که د تحریک طالبان پاکستان، پاکستاني غړي یې نیولي وي، دغه هېواد ته دې ور وسپاري.

نوموړي په یوه خبري ناسته کې دا غوښتنه کړې او ویلي، چې که پاکستاني اتباع د طالبانو د رژیم له لوري نیول شوي وي، دوی ته سپارل یې باید په پام کې ولري.

پاکستاني وزیر ټینګار کړی، چې یاد شوي کسان به د قانون په رڼا کې مجازات شي

هغه دا هم تایید کړې، چې د طالبانو د رژیم چارواکو یې یوه پلاوي ته د تحریک طالبان پاکستان د ګڼو غړو د نیولو خبر ورکړی.

په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

ځینو رسنیو خبر ورکړی، چې د طالبانو رژیم په وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان تر ۲ سوو پورې غړي نیولي دي.

د تحریک طالبان پاکستان یوه قومندان بیا د نوم نه خپریدو په شرط د طالبانو د رژیم لخوا د دوی د ۷۰ تنو نیول کیدل تایید کړي دي.

د طالبانو د رژیم چارواکو مخکې په ځلونو دا رد کړې، چې ګواکې پاکستاني طالبان په افغانستان کې موجود دي.

په دې اړه د طالبانو د رژیم او پاکستاني حکومت ترمنځ له نږدې دوو کلونو راهیسې په ځلونو لفظي ناندرۍ رامنځته شوې دي.

د  کابل رژیم نږدې یو نیم کال وړاندې، د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د سولې خبرو کوربه توب هم کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب