جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهملګري ملتونه: د افغان ښځو وضعیت ورځ تربلې خرابیږي، ځانګړې غونډه پرې...

ملګري ملتونه: د افغان ښځو وضعیت ورځ تربلې خرابیږي، ځانګړې غونډه پرې نیسو

تاند (جمعه، د میزان ۶ مه) د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي منشي مرستیالې آمنه محمد د افغان ښځو وضعیت ورځ تر بلې د خرابیدو پر مخ روان بللی.

نوموړې په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د دغه وضعیت په مناسبت به «په اسلام کې د ښځو رول» په نوم یوه ځانګړې غونده جوړه کړي.

هغې د دغې غونډې د جوړیدو د وخت، ځای او نورو جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي.

آمنه محمد، چې مسلمانه ده، د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ په لومړیو وختونو کې یې کابل او کندهار ته د سفرونو بر مهال هڅه وکړه، چې د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله وویني او د نجونو د زده کړو په ګډون د ښځو پر وړاندې د دوی د افراطي پریکړو په بیرته اخیستو یې قانع کړي.

طالبانو بیا د ښځو پر وړاندې د چلند په ګډون له خپلو ګڼو دریځونو بیا- بیا دفاع کړې او ویلي، چې دوی د اسلام په رڼا کې د ښځو حقونه ورکړي او د نجونو زده کړو ته به د شرایطو له مساعدیدو سره اجازه ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...