یکشنبه, جون 30, 2024
Homeخبرونهکابل کې د موټر په مخکيني سيټ کې پر دوو تنو کېنولو...

کابل کې د موټر په مخکيني سيټ کې پر دوو تنو کېنولو بنديز ولګېد

اند (دوشنبه، دعقرب ۱۲) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د کابل ترافیک هغه موټر چلوونکي جریمه کوي، چې په مخکيني سیټ کې دوه کسان کېنوي.

د صالح په خبره د جریمې یوه برخه به دا وي چې د دوی موټر به د څو ورځو لپاره د ښاروالۍ او پولیسو له لوري د ګزمې لپاره وکارول شي.

امرالله صالح دا پرېکړه داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې په کابل کې د نا امنيو راپورونه ډېر خپرېږي.

ولسمشر غني هم وروستیو راپورونو پر اساس د کابل د امنيت واګی د څه مودې لپاره خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته وسپاره څو وضعيت کنترول کړي.

کابل ښاریان وایي په دې وروستیو څو ورځو تر پخوا امنيتي وضعيت نسبتا ښه شوی خو بیاهم د نيوکې ګوته حکومت ته نيسي.

دوی وایي که حکومت له پيل نه منظم امنيتي پلان لرلی نو خلک به نه وای اندېښمن شوي.

3 COMMENTS

  1. او صالح ته دي دا وويل سي چي يو شخص په دولت کي هممهاله پنځه څوکۍ اشغالولای سي؟؟؟؟؟؟؟

  2. هممهاله د پنځو څوکیو اشغال جرم نه بلکې خدمت دی. د قانون له مخې هغه یواځې د لوړبست یا مقام د معاش مستحق کیږي. د څلورو نورو بستونو معاش دولت ته ګټه رسیږي. شهید سردار محمد داود خان د افغانستان لومړی ولسمشر هممهاله صدراعظم او د باندېنیو چارو وزیر او د پوځ اعلی قوماندان هم وو. د خپل جمهوریت ګوند مشري یې هم په وروستیو کې ورله غاړې وه .
    په ټوله نړۍ کې خلک د موټر د چوکیو د تعداد په اندازه سوالۍ لري . که په یوه موټر کې پنځه څوکۍ وي باید له پنځو نفرو زیات پکې سپاره نشی . په موټر هم ظلم دی .اضافه بار کیږي او د ټکر په وخت کې د ډېرو تلفاتو سبب کیږي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب