چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهټرمپ د سپټمبر په ۱۱ د ځواکونو پر ایستلو نیوکه وکړه

ټرمپ د سپټمبر په ۱۱ د ځواکونو پر ایستلو نیوکه وکړه

تاند(دوشنبه، د حمل  ۲۹) د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوسني ولسمشر جو بایډن له لوري له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلو لپاره د سپټمبر د یوولسمې نېټې پر ټاکلو نیوکه وکړه.

ډونالډ‌ ټرمپ له طالبانو سره د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې په موافقه کې له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو لپاره وروستۍ نېټه د مې لومړۍ ټاکلې وه.

خو اوسني ولسمشر، چې ویل کېږي له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو سخت پلوی دی، د خپلو پوځي قوماندانانو، پینتاګون او سلاکارانو له ډېرو مشورو وروسته ومنله چې امریکايي پوځیان دې د سپټمبر په یوولسمه ووځي. دا هغه نېټه ده چې پوره شل کاله پخوا القاعده شبکې د امریکا په نیویارک او واشنګټن کې تروریستي بریدونه وکړل.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل«هیله مې نه لرله چې جو بایډن به د سپټمبر پر یوولسمه له افغانستانه زموږ پوځیان باسي.»

ده د دې لپاره چې باید له تاریخي نېټو د ځواکونو د ایستلو لپاره کار نه وای اخیستل شوی، د دوو دلیلونو یادونه کړې. «لومړی دا چې موږ کولای شوای او باید مخکې تر دې نېټې ووځو. ځکه چې ۱۹ کاله په افغانستان کې خورا زیات او اوږد وخت دی.»

ټرمپ همداراز ویلي«د سپټمبر ۱۱ مه خورا غمجنه پېښه ده او له داسې ورځې سره هممهاله د مثبت کار ترسره کېدا، ټکر رامنځته کوي.»

ټرمپ، چې د ولسمشرۍ په موده کې یې هم له رسنیو سره جوړه نه وه، خپل پیغام پر ټویټر خپور کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب