Home+آی پي اېل: بېنګلور درېیمه بریا هم خپله کړه

آی پي اېل: بېنګلور درېیمه بریا هم خپله کړه

تاند ( یک شنبه، د حمل ۲۹) د هند د سوداګریز ليګ په ١٠مه لوبه کې بېنګلور د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې ته ماتې ورکړه او درېمه بریا یې خپله کړه.

په دې لوبه کې بېنګلور پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

بېنګلور په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۴ منډې وکړې.

بېنګلور لپاره مکسويل د ٣ شپږيزو او ٩ څلوريزو په مټ په ۴۹ توپونو ٧٨ او ډيويليرز د ٣ شپږيزو او ٩ څلوريزو په مټ په ۴۲ توپونو ۷۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.

په مقابل کې د کلکته نايټ رايډرز لوبډله ونه توانېده چې هدف پوره کړي.

یادې لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې وکړې او د ٣٨ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

انډري رسل ٣١، ايون مورګن ٢٩، شکيب الحسن ۲۶ او راهول تريپاټي ۲۵ منډې وکړې.

بېنګلور لپاره جيميسون ٣، چاهل او هرشل پټيل ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...