یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د سولې په تړاو پاکستان ته د امریکا خبرداری

د افغانستان د سولې په تړاو پاکستان ته د امریکا خبرداری

تاند(یکشنبه، د حمل۲۸) په قطر او لوېدیځو هیوادونو کې څو سرچینې ادعا کوي چې امریکا پاکستان ته د افغانستان په تړاو جدي خبرداری ورکړی دی.

په قطر کې یوې سرچینې تاند ته وویل چې پاکستان د دغو خبرداریو په تړاو د خبرو لپاره طالب مشران وربللي دي.

دې سرچینې وویل، ممکن یو شمېر قطرمېشتي طالب مشران روانه اووني پاکستان ته لاړ شي.

یوه بله سرچینه وايي، د امریکا او لوېدیځ له خبرداریو وروسته د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه د افغانستان د سولې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته وړاندیز کړی چې پر طالبانو به فشار راوړي او حتي د هغو څو مشران به زندان ته ولېږي چې د سولې خبرو ته حاضر شي.

طالبانو ویلي چې د استانبول په کنفرانس کې ګډون نه کوي. او هر راز خبرې تر هغو ځنډوي چې امریکايي پوځیان له افغانستانه وتلي نه وي.

په قطر کې یوه سرچینه ادعا کوي چې خلیلزاد د طالب مشرانو د نیولو او محبس ته د لېږلو په اړه د جنرال باجوه وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی خو  هغه ته یې ویلي چې دوی ته کره معلومات په لاس ورغلي چې پاکستان طالبانو ته په پټه ویلي چې امریکا تښتي او تاسو د خپلې خوښې نظام د جوړولو لپاره ځان چمتو کړئ.

ویل کېږي چې د خیلزاد خبرداري پاکستاني چارواکي اندېښمن کړي دي. د دوی اندېښنه وروسته له دې زیاته شوه چې ویل کېږي فرانسې او جرمني دواړو امریکا ته مشوره ورکړې چې پاکستان سخت پیغام ته اړتیا لري او که طالبانو د جګړې له لارې د افغانستان د نظام د پرزولو هڅه وکړه، باید پاکستان مسوول وګڼل شي.

سرچینه زیاتوي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له لوري د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر ته ټېلفون او د سولې په برخه کې د ډاډ ورکول ښايي د امریکا او لویدیځ له خبرداري سره بې ارتباطه نه وي.

قریشي په دې ټېلفوني خبرو کې خپل افغان ساري ته وویل چې اسلام اباد هیله لري چې د استانبول پروسه بریالۍ شي.

سرچینه پاکستان ته د ولسمشر غني تازه خبرداری هم د امریکا له خبرداري سره تړلی بولي. ولسمشر غني نن (یکشنبه) پر پاکستان غږ وکړ چې له افغانستان سره له دښمنۍ او دوستۍ یو وټاکي. ده همداراز وویل چې که په افغانستان کې ناامني دوام وکړي پاکستان هم ارام نه شي پاتې کېدای.

2 COMMENTS

  1. که څه هم په افغانستان کې اصلي خبرې د پردې شا ته راوانې دي خو ښه به و چې د خبر سرچینه یا سرچینې ښکاره وای. هاله به خبر لا معتبر و.
    خو د طالب او پاکستان اړیکې په همدې شکل دي په دې په دې کې زره شک نشته. او که خدای وکول چې امریکا جدي شوه او له زړه پټکه پرې وکړي حتمن به طالب کاکا خبرو ته کینوي. پاکستان فکر کوي چې د طالب په وسیله به افغانستان وران کړي او بیا به د کابل پر کنډوالو او هدیرو د ږیرو حکومت وي. داسي حکومت چې نه د خپلې کونې د پاکولو لپاره د اوداسه اوبه لري او نه د زرګونو کونډو او یتیمانو د مړولو لپاره ټوک. دا به هغه وخت وي چې د پنجابي ارمان به پوره شي او دا هیله به یې پوره شي چې افغانستان څو سوه کاله نور تر پاکستان شا ته شو او نور هیڅ وخت د ډیورند د دوو خواوو د یوکېدو خطر نه شته.

  2. وبه ګورو چه دا څومره رښتیا او څومره تبلیغ دی. مونږ ویلی وو چه دا خطرونه به وی.
    دحیرانی خبره دا ده چه دزور سوله دسیکیولرانو لپاره به عیب نوی او نه به دبل په ډنډه داسی سوله تراعتراض لاندی نیسی. داسی سوله به اخلاقا دچا تایید ترلاسه کړی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب