جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان د شمال او جنوب ترمنځ به نوې لار جوړه شي

د افغانستان د شمال او جنوب ترمنځ به نوې لار جوړه شي

تاند(یکشنبه، د حمل ۲۸) د هېواد د ټولګټو وزارت وايي، چې د شمال ـ سویل په دهلیز باندې په چټکۍ کار روان دی او په کم وخت کې به پر سالنګ سربېره د هیواد د شمال او جنوب ترمنځ یوه نوې او لا لنډه لار جوړه شي.

د یاد وزارت ویاند خلیل احمد امید رسنیو ته ویلي، چې دا دهلیز څو برخې لري، چې ځینې برخې بشپړې شوې، په ځینو کار روان دی او په ځینو به یې په نږدې وخت کې کار پیل شي.

امید زیاته کړې، چې د افغانستان په زړه کې دا تېرېدونکی سړک به د هېواد شمال او جنوب سره نږدې کړي او له همدې لارې به د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا ترمنځ ترانیزیت ته لاره هواره شي.

د نوموړي په وینا، دا دهلیز له بلخ نه تر کندهار پورې غځیدلی چې له سمنګان، بامیان، دایکندي او اروزګان ولایتونو څخه تیرېږي او بیا کندهارته رسیږي.

امید همدا راز زیاته کړې چې یاد دهلیز به په ملي او سیمه ییزه کچه اتصال پیاوړی کړي. ده د دې لارې اوږدوالی  اوږدوالی یي ۹۰۹ کیلومتره وباله.

د ټولګټو وزارت په خبره، د شمال – سویل دهلیز به په هوارو ساحو کې تېرېږي نو د سوداګرۍ او ټرانزیټ په بدیل او پراختیا کې مرسته وکړي.

دا نوې لار یا دهلیز له بلخ څخه تر کندهار پورې غځیدلی چې له سمنګان، بامیان، ډایکنډي او اروزګان ولایتونو څخه تیرېږي او بیا کندهارته رسیږي.

حاضردمه د افغانستان د شمال او جنوب ترمنځ یوازې د سالانګ لار شته چې عموماً په ژمي د واورو د اورېدو له کبله بندیږي.

د یادونې ده چې اوس مهال مرکزي آسیا له سویلي آسیا سره د تورخم بندر له لارې نښلول شوي او د دې لپاره چې په سالنګونهو او ماهیپر کې لوړ غرونه دي، دا لار د باروړنکو موټرو د تګ- را تګ لپاره سخته ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب