Home+د شیاومي موبایل کمرې لومړی مقام خپل کړ

د شیاومي موبایل کمرې لومړی مقام خپل کړ

تاند- د (DxOMark) موسسې د څېړنو له مخې، شیاومي ایم آی ۱۱ الټرا موبایل د عکس اخیستو له نظره د موبایلونو په منځ کې لومړی مقام خپل کړی دی.

د دې موسسې پر اساس، چې په نړۍ کې د موبایلونو د کیفیت په اړه څېړنې کوي، شیاومې ایم آی الټرا ۱۱ موبایل ۱۴۳ امتیازونه اخیستي، ورپسې د چین بل موبایل (هووای میت ۴۰ پرو پلس) دوهم ځای خپل کړی دی.

شیاومې ایم آی ۱۱ الټرا ۱۰۰ نومرې د عکس د لویولو او ۱۱۷ نومرې یا امتیازونه د فلم اخیستو په برخو کې ترلاسه کړي دي.

هووای میت ۴۰ پرو پلس، چې دوهم ځای یې خپل کړی، د عکس په برخه کې ۹۸ او د فلم اخیستو په برخه کې ۱۱۵ نومرې اخیستي دي.

شیاومي ایم آی ۱۱ الټرا ۵۰ پیکسلي کمره لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...