جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه افغانستان کې د ستروس مېوو تولید ۱۳ زره او ۲۴۳ ټنو...

په افغانستان کې د ستروس مېوو تولید ۱۳ زره او ۲۴۳ ټنو ته رسېدلی

تاند (یکشنبه د حمل ۲۹) افغانستان کې تېر ۱۳۹۹ کال د ستروس مېوو د تولید کچه ۱۳ زره او ۲۴۳ مټریک ټنو ته رسېدلې ده.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې په تولید شویو ستروس مېوو کې کینو، مالټې، نارنج او لیمو شامل دي.

دې وزارت نن یکشنبنه په یوه بیان کې ویلي، ننګرهار ولایت کې ۷ زره ټنه مالټې، لیمو او نارنج تولید شوي دي چې د هېواد په کچه د ستروس مېوو تر ټولو لوی تولیدونکی ولایت دی.

په بیان کې راغلي، په یاد ولایت کې په نږدې یو زرو ۵۲ هکتاره ځمکه د ستروس بڼونه جوړ شوي دي.

د نارنجو د تولید په برخه کې کونړ له نورو ولایتونو مخکې دی چې تېرکال په دغه ولایت کې  ۲۰۰۲ مټریک ټنه نارج تولید شوي دي.

یاد وزارت وايي، لغمان او خوست بیا د ستروس مېوو د تولید له اړخه درېیم او څلور ځای لري او په وروستیو کلونو کې په یو شمېر نورو ولایتونو لکه کابل، بلخ او سرپل کې هم د ستروس مېوو د ترویج هڅې ډېرې شوي دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالومات ښيي چې دا مهال د هېواد په کچه په ټولیزه توګه په یو زرو ۹۵۲ هکتاره ځمکه د ستروس مېوو بڼونه جوړ شوي دي، چې له دې ډلې ۶۱ هکتاره یې د کینو او مالټې، ۴۱۵ د نارنج او ۴۴۹ هکتاره یې د لیمو بڼونه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب