جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهغزني کې عامو خلکو طالبان له کلي وشړل

غزني کې عامو خلکو طالبان له کلي وشړل

تاند(یکشنبه، د حمل ۲۸) د غزني ولایت په قره باغ والسوالۍ کې عامو خلکو طالبان په وهلو ډبولو له کلي وویستل.

چارواکي وایي، چې عامو خلکو وروسته له هغه طالبان له خپل کلي په زور وشړل چې تېره ورځ په دغه ولسوالۍ کې ماین چاودنې څلور تنه ملکیان وژلي دي.

د قره باغ ولسوالۍ امنیه قومندان رمضان ځیرک رسنیو ته ویلي، چاودنه پرون مازیګر مهال ولسوالۍ بازار ته څیرمه شوې ده.

ځیرک زیاته کړې، دغه کسان د قره باغ ولسوالۍ د لایق (لایغ) اوسېدونکي وو، دغه کلي د ولسوالۍ مرکز ته څیرمه موقعیت لري.

نوموړي همدا راز ویلي، چې په یاده چاودنه کې څلور نفره شهیدان شوي.

د رمضان په وینا، د تیرې سې شنبې او چهارشنبې په شپه د ولسوالۍ په مرکز د وسله والو طالبانو له برید وروسته د ولسوالۍ بازار ته تللې ټولې لارې یې په ماینونو وپوښلې، چې نن یې له امله دغه چاودنه رامنځ ته شوه.

رمضان همدا راز زیاته کړې چې کیدای شي نورې هم دا ډول پيښې ترسره شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې نن په جلال اباد ښار کې د شخصي شخړې له امله د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې وسله والو کسانو تېره شپه د جلال اباد ښار په نهمه ناحیه کې په یوه جومات کې د تروایح لمانځه پر مهال پر لمونځ کوونکو ډزې کړې چې له امله یې اته کسه وژل شوي دي.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځ ته شوې ده.

هغه زیاته کړې چې په ډزو کې د حاجي عبدالوهاب په نامه د یوه کس د کورنۍ اته غړي چې پنځه یې زامن او درې یې ورېرونه دي وژل شوي.

امرخېل وايي چې پېښه د امنیتي او کشفي ارګانونو تر جدي څېړنې لاندې ده او په اړه به یې معلومات تر بشپړو پلټنو وروسته شریک شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب