تاند ( یک شنبه، د حمل ۲۹) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، چې له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره یې د افغان سولې په تړاو ټيلیفوني خبرې کړې دي.
قریشي پر خپل ټویټر لیکلي،چې له اتمر سره یې د سولې بهیر پر چټکتیا خبرې کړې دي.
نوموړي په خپل ټويټر کې لیکلي، هیله من دی چې اتمر سره لومړی د استانبول کنفرانس کې وګوري او وروسته یې په اسلام اباد کې کوربه توب وکړي.
د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر تر دې خبرو وړاندې په کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر، راس ولسن سره د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، افغانستان سره د امریکا د همکاريو پر دوام، قطر کې د سولې خبرو، د استانبول ناستې او د افغانستان او سیمې هېوادونه ترمنځ د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د افغان سولې په تړاو د استانبول کنفرانس د افغان جګړې د درېدو لپاره خورا مهمه بلل کېږي.
افغان حکومت ویلي، چې دوی دې کنفرانس کې د ګډون کوونکو نوملړ هم بشپړ کړی.
د دې کنفرانس په تړاو که څه هم طالبانو تازه څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې یې په کې ګډون کول رد کړي وو.
دوی ویلي وو تر څو بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ونه وځي دوی په ورته کنفرانسونو کې ګډون نه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه افغان ولسمشر هم ویلي، که طالبان سوله کوي، زموږ غېږه ورته پرانیستې او له هغه پرته بل هر انتخاب د جګړې د دوام لپاره د طالبانو پلمه ده.