یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني د بهرنیو ځواکونو وتلو ته هر اړخیز پلان جوړ کړی

ولسمشر غني د بهرنیو ځواکونو وتلو ته هر اړخیز پلان جوړ کړی

تاند (یکشنبه د حمل ۲۹) ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره يې هر اړخیز پلان چمتو کړی دی.

ښاغلي غني دغه خبره نن یکشنبه افغان امنیتي منسوبینو ته د مډالونو د ورکړې په غونډه کې، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اعلان ته په اشارې د وینا پر مهال وکړه.

هغه زیاته کړه، «په معاصر تاریخ کې په لومړي ځل د افغانستان لپاره تر ټولو غوره فرصت برابر شوی، موږ له دوو کلونو راهیسې دې ورځې ته بشپړ چمتوالی لرو او د هغوی د وتلو لپاره مو هر اړخیز پلان برابر کړی.»

نوموړي وویل چې د خپلې خاورې د ساتنې لپاره پوره چمتووالی لري او اوس د دې وخت را رسېدلی چې د افغانستان ملي حاکمیت په بشپړ ډول خوندي شي او افغانستان خپله بې طرفي ثابته کړي.

ولسمشر دغه راز وویل، طالبان د جګړې د دوام لپاره هېڅ راز دیني مشروعیت نه لري او په خبره یې چې د اسلامي نړۍ دیني عالمانو د افغانستان جګړه ناروا بللې ده.

هغه د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو بیاکتنې ته په اشارې وویل، د پاکستان لپاره د پرېکړې ورځ ده، که افغانستان ناارامه وي، پاکستان به هم ناارامه وي او که پاکستان زموږ هوساینه غواړي، دوی به هم هوسا شي.

نوموړي وویل، «نن د پاکستان لپاره د تصمیم ورځ ده، که زموږ هیواد نارامه وي د دوی هیواد به هم ناارامه وي او که زموږ هوساینه غواړي دوی به هم هوسا شي. د دوستۍ او دښمنۍ انتخاب د دوی په لاس کې دی او د دوستۍ په صورت کې افغانستان تیار دی چې د سیمې او نړۍ هیوادونو د همکاریو په زیاتوالي کې له پاکستان سره همکاري وکړي.»

ولسمشر غني زیاته کړه، که طالبان سوله کوي، زموږ غېږه ورته پرانیستې او له هغه پرته بل هر انتخاب د جګړې د دوام لپاره د طالبانو پلمه ده.

باید وویل شي چې دغه غونډه نن سهار په چهار چنار ماڼۍ کې جوړ شوي وه چې په کې د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې شپاړسو منسوبینو ته د بریال دویمې درجې دولتي مډالونه ورکړل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب