سه شنبه, اپریل 16, 2024
Homeخبرونهسپینه ماڼۍ: د بهرنیانو تر وتلو وروسته د افغانستان تضمین نه شي...

سپینه ماڼۍ: د بهرنیانو تر وتلو وروسته د افغانستان تضمین نه شي کېدلای

تاند ( دوشنبه، د حمل ۳۰)  سپیڼه ماڼۍ وایي، له افغانستانه د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د دې هېواد د برخلیک تضمین نه شي کولای.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جېک سولېوان ویلي چې افغانستان یو ځل بیا له سختو حالاتو سره مخ دی خو وایي، امریکا غواړي ورسره خپلې مرستې دوامدارې وساتي.

نوموړي له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې دوی هڅه کوي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدلېدو ته پرېنږدي.
ګ
جېک سولېوان زیاته کړې: ((زه هېڅ داسې تضمین نه شم کولی چې په افغانستان کې دننه به څه پېښ شي. هېڅ څوک دا تضمین نه شي کولی. امریکا همدومره کولی شي چې افغان امنیتي ځواکونو، افغان حکومت، او د افغانستان خلکو ته د وسایلو او قابلیتونو، د هغو ځواکونو ته د تعلیم او وسلو، مرستې وکړي.))

د نوموړي په وینا دوی به له خپلو ځواکونو تر وتلو وروسته هم په له افغانستان سره همکار وي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن څو ورځې وړاندې له افغانستان د خپلو ځواکونو د وتلو نېټه د سپټمبر ۱۱ اعلان کړه.

د هغه دې فیصلې یو شمېر غبرګونونه هم پارولي خو افغان حکومت ویلي چې د پرېکړې هرکلی یې کوي.

ورته مهال افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د ويټنام جنګ ته د افغانستان د جنګ تشبیهات غلط ګني او دا هم نه مني چې ګني د بهرنیانو تر وتلو وروسته به حکومت د طالبانو تر فشار لاندې راشي.

ولسمشر وایي چې افغان ځواکونه پخپله د خپل ملک د دفاع کولو وړتیا او توان لري.

هغه د سي اېن اېن سره په یوه مرکه کې ویلي: «د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو دوو کلونو کې د ۹۰ فیصدو نه زیات عملیات، پخپله یوازې ترسره کړي دي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب