سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهد امریکا د ملي امنیت سلاکار وايي، د افغانستان راتلونکې هیڅوک تضمینولی...

د امریکا د ملي امنیت سلاکار وايي، د افغانستان راتلونکې هیڅوک تضمینولی نه شي

تاند(دوشنبه، د حمل  ۲۹) د امریکا د ولسمشر جو بایډن د ملي امنیت سلاکار وايي، هیڅ تضمین نشه شته چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته به په دې هیواد کې څه پېښېږي.

جک سیلوان تېره شپه (یکشنبه) فاکس نیوز ته وویل«زه تضمین نه شم کولی چې په دې هیواد کې دننه به څه پېښ شي. هیڅوک دا نه شي ویلای.»

ده همداراز وویل«یوازینی کار چې د امریکا متحد ایالتونه کولی شي هغه افغان امنیتي ځواکونو، د افغانستان حکومت او افغانانو ته مالي، تخنیکي مرستې، روزنه او وسایل دي چې ورکولی یې شي. موږ دا کار کړی او اوس هغه وخت دی چې امریکايي پوځیان خپل هیواد ته راشي او افغانان باید د خپل هیواد دفاع په خپله وکړي.»

د ولسمشر بایډن له لوري له افغانستانه د سپټمبر پر یوولسمه د ټولو پوځیانو د ایستلو پرېکړه د امریکايي رسنیو، پوځي قوماندانانو او شنونکو له راز راز غبرګونونو سره مخامخ شوې خو اکثرو پرې نیوکې کړي دي.

د امریکا په سنا جرګه کې د اکثریت مشر میک مککانل دا پرېکړه تېروتنه وبلله. مخکښ سناتور لیندسي ګراهام خطرناکه وبلله او یو شمېر دیموکراتو سناتورانو وویل چې دا پرېکړه د ژورې اندېښنې وړ ده.

په عین حال کې کم شمېر سناتورانو وویل چې نور هغه وخت راغلی چې امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي او خپل هیواد ته راوګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب