پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeکالمونه موږ هم عجیب مخلوق یو | عبدالباري جهاني

 موږ هم عجیب مخلوق یو | عبدالباري جهاني

له وړوکوالي مو عادت کړی دی چي هر څه مو له پلاره غوښتي دي. که مو پلار اتیا کلن هم وو؛ موږ هغه د کورنۍ د ټولو چارو مسوول باله او هیڅ وخت مو دا فکر نه دی کړی چي موږ له پلار سره څه کړي دي او څه باید وکړو؟ په ښوونځي کي مو له کتابچې او کتاب څخه نیولې د ښوونځي د ټولو اسانتیاوو، وسایلو، لایقو ښوونکو، قرطاسیې او هر څه غوښتنه له سرکاره کوله. د پوهنتون وړیا تحصیل، عصري لیلیه، د افغانستان د ژوند په سطح، عالي خوراک او حتی معاشونه او سفرخرڅونه او له فارغېدلو وروسته د کار پیدا کېدل مو له سرکاره غوښتل او هر څه مو د هغه مسوولیت باله. سړکونه، امنیت، د ښوونځیو لپاره مناسبي او ښې ودانی، عمومي پرمختګ او هر څه مو له سرکاره غوښتل او داسي شی نه وو چي موږ هغه ته د انتقاد ګوته نه نیوله. خو هیڅ وخت هیچا دا پوښتنه ونه کړه چي موږ د هیواد لپاره څه کړي دي. دا ټولنه پر موږ باندي څه حقوق لري او زموږ وظیفه څه شی ده؟

د ظاهرشاه او داوود خان په زمانو کي، موږ په اصطلاح منورین ټول ناراض وو؛ او په ګډه مو د یوه بنیادي تحول غوښتنه کوله. د یوه مثبت تحول پر ځای د ثور کودتا وسوه. د خلقیانو او پرچمیانو نظام داسي استبداد وکړ چي د افغانستان په تاریخ کي یې ساری نه وو لیده سوی. مجاهدین کرام کابل داسي تباه کړ، دونه بېګناه انسانان یې د مذهبي، نژادي، قومي، ایډیالوژیکي او قاتلانه او جاهلانه حملو قرباني کړل؛ او په کندهار، ننګرهار او د هیواد په هره سیمه او ګوښه کي یې داسي بې ناموسۍ وکړې چي د افغانستان تاریخ ته په هیڅ عصر او هیڅ پاڼه کي نه ور په یادیږي. طالبانو په خپل وار داسي تیاره خپره کړه چي په نړۍ کي د هیڅ تمدن سره ورته نه وه. د غربي ډیموکراسۍ علمبردارانو، له نړۍ څخه د سلهاوو میلیارډو ډالرو مرستو اخیستلو په بدل کي افغانستان ته په اداري فساد، بې قانونی او د مخدرو موادو په کښت او قاچاق کي په ټول جهان کي لومړی درجه مقام ور وګاټه او دا مقام یې تر اوسه ساتلی دی.

موږ، په اصطلاح، منورینو نه له خپلو ځانونو او نه له یوه بل څخه دا پوښتنه وکړه چي د هیواد په دې دومره اوږدو غمیزو کي، چي اوس هم دوام لري او لا یې د ختمېدلو درک یوازي یوه خدای ته معلوم دی، موږ منورینو له خپل هیواد سره څه مرسته وکړه؟ موږ منورین د غرب په دې آرامو شرایطو کي، د خپل هیواد او د مظلومو اولسونو په مقابل کي څه وظیفه لرو؟ موږ پرته د یوه بل له غندلو، ښکنځلو او سپکولو بل کار هم کړی دی؟. موږ، د دې مشترکي غمیزي د پای ته رسولو په منظور، یوه ورځ او یوه شېبه د یوه مشترک پروګرام د جوړولو او د دې هیواد د غم خوړلو لپاره، لږترلږه یو ځل، د اتفاق او اتحاد پر لور یو صادقانه او ریښتونی ګام پوته کړی دی؟

یوه خبره چي ،په حقیقت کي، موږ ټول باید په وشرمیږو، له لس هاوو کلونو راهیسي د ټولو منورینو او حتی عوامو پر ژبه ګرځي او زه یې له وړوکوالي څخه اورم هغه دا چي« افغانانو اتفاق کړی دی چي اتفاق به نه کوو!» هیڅوک دا نه وايي چي دا خو د شرم خبره ده. دا خو د ټول قوم پر جهالت او وروسته پاته والي باندي اعتراف دی. موږ څرنګه پر خپل جهالت باندي، په دومره زړه ورتوب، اعتراف وکړو. اتفاق خو د ملت د جوړېدلو د بنسټ لومړنۍ خښته ده. اتفاق خو د مشترکو ګټو او مشترک درد او غم افاده ده. له اتفاقه پرته خو ملت وجود نه لري. که موږ، خدای مه کړه، دومره جاهل یوچي په خپل جهالت نازیږو؛ او په دې حساب، ګواکي هیڅ وخت ملت سوي نه یو نو بیا دا پنځه زره کلن افتخارات د چا دي؟ خدای مه کړه چي موږ هسي په پردیو افتخاراتو نازیږو.

موږ له بابا آدمه تر دې دمه  دا یوه خبره زده کړې ده او ټول یې لکه طوطیان تکراروو چي زموږ د ټولو بدبختیو عمده عامل انګرېزان دي. هغوی د خپلي دې منحوسي پالیسی په اساس چي « تفرقه واچوه حکومت وکړه » زموږ په هیواد کي بې اتفاقي منځته راوړې او تقویه کړې ده. لومړی خو چي تر څو پوري په یوه قوم او اولس کي بې اتفاقي موجوده نه وي په نړۍ کي هیڅ طاقت هغه ایجادولای نه سي. بې اتفاقي باید موجوده وي چي لوی قدرتونه او ګاونډیان له هغې څخه استفاده وکړي. دوهم دا چي د انګرېزانو له مداخلو څخه مخکي موږ کله اتفاق درلود چي د هغوی له مداخلو سره بې اتفاقی زور واخیست.

زموږ منورین او لیکوالان هر اجتماعي آفت ته د اشارې په صورت کي، تر هر څه مخکي، پاکستان ته بد رد وايي او د افغانستان د ټولو بدمرغیو عمده عامل یې بولي. دا پوښتنه څوک نه کوي چي زموږ جهادي مشران، ګلبدین، مولوي خالص، رباني، محمدي او… پر افغانستان باندي د کمونیسټانو د حاکم کېدلو او جهاد له پیل کېدلو څخه کلونه مخکي د ذوالفقار علي بوټو او ضیاءالحق پښو ته ورغلي ول او وروسته یې د هغه هیواد د ټولو مقاماتو د غلامۍ کړۍ غاړو ته واچوله. که زموږ خپلو مشرانو د پاکستان، شوروي، اېران او نورو غلامي قبوله کړې وي؛ په دې کي د پردیو قدرتونو ګناه څه ده. دا به څوک وي چي وړیا جاسوس او نوکر یې خوښ نه وي. په اصطلاح ازماست که برماست.

دا تقریبا شپږ میاشتي کیږي چي په افغانستان کي د جمهوري ریاست لپاره انتخابات سوي دي. د رایو نتیجه نه معلومیږي. د ښارونو او اولسوالیو رايي باطلیږي، له سره شمېرل پیل کیږي، بیا باطلیږي، بیرته شمېرل کیږي… نه ده معلومه چي نتیجه به کله معلومیږي. او که نتیجه احیاناً معلومه سي څوک به یې ومني کنه. او که نتیجه ومنله سي نو بیا به څه ډول حکومت راځي او د خلکو او اولسونو به کوم درد دوا کړي. خو بیا به همدغه آش او همدغه کاسه وي.  زموږ منورین په همدغه حال کي نارې وهي چي هرڅه کیږي هغه دي وسي خو نظام !!!باید خراب نه سي. وه وروره! کوم نظام؟ که دغه نظام وي نو بې نظمي، بې نظامي او انارشي څه ته وايي؟ او که دا نظام نړیږي او یا نه نړیږي؛ په دې کي به د منورینو او لیکوالانو رول څشي وي؟ زموږ څخه ځکه څوک پوښتنه نه کوي. زموږ پر نظر ځکه څوک غوږ نه نیسي چي موږ پنځه تنه منورین پر یوه لاره روان نه یو. زموږ هغه زړه او کثیفه مقوله په خوله کي ده « افغانانو اتفاق کړی دی چي اتفاق به نه کوو»

ستاسي ټولو به په یاد وي چي له افغانستان څخه د شوروي د سرو لښکرو پر ایستلو باندي پاکستان او شوروي اتحاد خبري کولې. نه مجاهدینو او نه د افغانستان حکومت ته چا په خبرو کي برخه ورکوله. همدغه حالت اوس هم روان دی. په دوحه کي د طالبانو مشران د امریکا له استازي ډاکټر زلمي خلیل زاد سره خبري کوي. کله موافقې ته نیژدې سي که بیرته سره لیري سي. په دې حساسو او سرنوشت سازو خبرو کي نه د کابل حکومت او نه د افغانانو مستقل استازي برخه لري. منورین په ورځپاڼو، سایټونو، فیسبوکونو او ټلوېزیونونو کي لګیا دي کله اعتراضونه او کله پېشنهادونه کوي او ټول وايي چي باید آس یې د ملک په کور کي وتړل سي. که منورینو په دې څلوېښتو کلونو یا لږترلږه په دې وروستیو شلو کلونو کي یو ریښتونی او قوي اپوزیشن جوړ کړی وای نو هم به حکومت، هم به امریکا او هم به طالبان له هغوی سره خبرو کولو او د هغوی پر پېشنهادونو باندي غوږ نیولو ته مجبور وای. خو کله چي څوک، ولو ډېر زیات هوښیار او لایق وي، د هیڅ قوم، هیڅ فکر او هیڅ اجتماعي کتلې استازیتوب ونه کړي نو څوک ولي باید د هغه پر خبرو غوږ ونیسي.

تقریبا لس کاله مخکي مي په همدغه افغان جرمن سایټ کي « موږ به څه کوو؟ » تر عنوان لاندي یو مضمون لیکلی او په هغه کي مي ویلي وه چي تر څو پوري سل او زر ږغونه  له یوه ستوني را ونه باسو؛ ځانګړي او جلا اعتراضونه، که هر څونه معقول او پر ځای هم وي، تر قیامته پوري اثر نه کوي. زه وایم که یو له بل سره ملګري کېدلای نه سو؛ لږترلږه د یوه بل له تخریبولو څخه لاس واخلو. دا پخپله لویه خبره ده او حتی یو ګام بلل کېدلای سي. د حیرانتیا او تعجب خبره ده چي موږ پنځه تنه منورین خپلو ګرېوانونو ته د سر ټیټولو جرأت نه لرو، پنځه تنه پر یوه لاره روانېدلای نه سو خو که له هر یوه څخه پوښتنه وسي تر بل هر چا خپل ځان د هیواد د مشرتابه مستحق بولي.

د هیواد په میلونونو مظلوم او بې سرپرسته انسانان له لوږي څخه نیولې، تر بېکاریو، ناروغیو او په مخدره موادو له اعتیاد څخه کړیږي. که وضع په همدغه ډول روانه وي تر دې بدتر حالات او شرایط را روان دي. له هغوی سره تاسي هغه وخت مرسته کولای سی چي سل، دوه سوه منورین پر یوه پروګرام باندي موافقه وکړی او د یوې روښاني آیندې پر لور ګامونه واخلی. دا کار به مشکل وي خو پر منورینو فرض دی.

2 COMMENTS

  1. سلامونه،
    جهاني صاب په قلم او ګوتو مو برکات ؛ډیرو ښو ټکو ته مو اشارې کړې دي.
    د ظاهر بابا په پاچايي کې یو امریکايي فلم آریانا سینما ته راغلی و د(خوب،بد او زشت )په نامه. ما نه و لیدلی خو د دې نوم غوندې اوس ځينې سیاسي شنونکي د نوماندانو تر مینځ همد خبره کوله ( د ډیربد، بد او نسبتاََ ښه تر منځ )انتخاب وکړو
    بناءََ ، زه وایم دنیاوال به هم حیران وي چې مونږ څه رقم نظام غواړو ؛او ولس هم پخپلو کې حیران دی چې (هر یو من دی،چارک په کې نسته!) له امان الله خاني مترقي پاچايي (لکه مصطفی کمالي !) نیولې ؛بیا تر بچه ی سقاوي؛ نادرخاني ظاهر خاني شاهی مشروطه ، د سوور سردار داودخاني جمبوریت!؛ او راوروسته چې تاسو واضح کړي رنګارنګه نظامونو سره د میلیونهاوو افغانانو خصوصاََ پښتنو ګکرۍ خاورې سوې مګر ،زما په نظر راځئ چې دا پورتنیو خرافاتي ګړو (په بې اتفاقۍ مو اتفاق کړی؛ ډیوایډ اینډ روول! ا.د.ن. ) ته بدلون ورکړو ؛ په ځانګړې ډول ځوان نسل یا کهول نوي شیان زده کړي ،له آسترالیا،نویزیلاند نیولې د نړۍ ټولو ملکونو آن تر کاناډا او اِتاز-اوني ( چې دا آخري د متحده ایالاتو فرانسوي نوم ده!) حتی له ګاوڼدیو پنجابستان؛فارسستان ؛ ترکستان او… کې چې اوسیږي خوب خوب ېې زده کړي او له زشت او بدو نهی عن المنکر وکړي ؛ نو هله به عجیب مخلوق نه یو. په درناوئ

    • سلام
      عجیب مخلوق خو لا پرېږده اوس زموږ سوله دونې په کوم ښاخ کې نښتې ده ؟ سوله خو ښکر نه لری د سولې مکانیزم ، ترکیب ،او جوړښت ډېر ساده او اسانه کار دی خیر دی او متانت چې تشریفات نه غواړی . صبر دی او رحمت چې انتقاد نه غواړی. باوردی اوعزت چې امتیازات نه غواړی . سوله اقسام نه لری ابهام نه لری ما او تا نه لری ، دخودخواهی ابعاد نه لری او همدارنګه داراو جنجال اوفساد نه لری دهرچا په ګته ده ددې مظلوم ولس به وټه خودابلیس له سیاست اوچل نه ځان ژغورل دی
      وایی چې یوه ورخ شیطان د حضرت نوح علیه السلام حضور ته ورغی او ورته یې وویل زه ستا دا حسان د شکرادا کولو لپاره راغلی یم پوښتنه یې وکړه څه ډول احسان؟ هغه وویل ستا قوم ستا د بدو دعاو به سبب ټول غرق شول اوزه به انتها درجه خوشاله شوم ځکه چی تباهی زما کاردی
      چې تا وکړ نو دهغه به بدل کې زه تاته یوه خوږه خبره کول غواړم او هغه داچې ما نه خان بچ کړه پوښتنه یې وکړه لاره یې کومه ده ؟ ويې ویل غصه وخوره

      کله چې یوه نړیواله کمپنۍ خپله سروې کې وایی چې دافغانستان ۵۵ فیصده خلک د ورخې په یوه دالر باندی ژوند کوی دا خبره یوشمیرپوښتنې رابرسیره کوی چې مسولیت یې زمو ږ په غاړه دی خو موږ تول من یو او سیاستوا ل !!!! د بین الخلیل زاد طرحه
      دیوه هېواد ، ولس او حکومت په کچه ډیره ګونکه ،لا درکه، پېچلې او متروکه ښکاری مخکې له دی څخه چې د جهانی لیکنې په اصلی ټکو کی دغه مطلب را ونغاړو اودمسولیت او ضرورت معیارونو ته یی پاملرنه وکړو .د یووالی او سولې محصول شات دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب