جمعه, مې 17, 2024
Homeټولنیزفیمینیزم او ډولونه یې | صدیق الله مدثر

فیمینیزم او ډولونه یې | صدیق الله مدثر

په دې ورځو کې د ښځو د حجاب، لباس او حقونو خبرې ډیرې کیږي و مې غوښتل په دې اړه څو کرښې ولیکم.

فیمینیزم یوه سیکولره آیډیولوژي ده، (سکولریزم یعنې د دین او سیاست پر جلاوالي باور) فیمینیزم په ۱۸ میلادي پېړۍ کې یوه ډله فرانسوي سیاستوالو رامنځته کړ. له لاتینې کلمې فیمینا (د ښځې په مانا) څخه اخیستل شوې ده، د دې آیډیولوژۍ هدف په ټولنه کې د ښځو او نارینه وو ترمنځ د حقونو برابري.

مشهور فمینیسټ چارلس فوریر وایي، ښځو ته آزادي او د هغوی د حقونو په ورکولو سره ټولنیز پرمختګ پیلیږي، یعنې دا چې د ټولنیز پرمختګ د ښځو پر آزادۍ پورې تړلی دی. فمینیزم ډیر په چټکی سره په ۲۰ مه میلادي پیړۍ کې حرکت وکړ، دا هغه وخت و چې په غربي ادارو کې یوه ډله ښځو د نارینه وو او ښځینه وو ترمنځ د معاشونو د نه برابروالي مسئله راپورته کړه، په هغه وختونو کې ښځو د نارینه وو په پرتله نیم معاش اخیست ځکه چې د دوی په دې نظر نارینه د ښځو په پرتله ډیر کار کولی شي.

د فیمینیزم ډولونه:

فیمینیزم په څو ډولونو ویشل شوی دی چې دلته یې پر څو مهمو ډولونو غواړم رڼا واچوم.

۱. رادیکال فیمینیزم:

رادیکال فیمینیسټان د ښځو په کور کې د کار کولو او ساتلو مسائل راپورته کوي، دوی وایي چې اولاد ساتنه او لویونه او د کور کار باید ۵۰٪ باید وویشل شي یعنې داسې نه چې خاوند دې د بهر کار او پیسې راوړي کور ته او میرمن دې د کور کار او ماشوم لوی کړي، دوی وایي دغه کارونه ټول دې نیم په نیمه وویشل شي. او د دې مسئلې تر څنګ ښځو ته د اولاد د سقط کولو حق هم ورکوي یعنې دا چې که کومه ښځه وغواړي چې اولاد نړۍ ته را نه وړي هغه کولی شي سقط کړي.

۲. لیبرال فیمینیزم:

لیبرال فیمینیزم د لیبرال د نامه څخه باید پوه شو چې دوی په اداري برخه کې د ښځو او نارینوو تر منځ د برابرو حقونو غوښتنه کوي.

۳. سوسیال فیمینیزم:

سوسیال فمینیسټان ښځه تل په دویم مقام کې ګوري، یعنې تر نارینه وروسته ښځه ده، دوی وایي ښځه باید د کور کار او یوازې اولاد لوی کړي، نارینه باید کورته ډوډۍ راوړي.

غربیانو یو ډول فیمینیزم ته د اسلامي فیمینیزم نوم ورکوي چې په اروپايي پوهنتونونو کې حتی په ځینو آسیايي پوهنتونونو کې تدریس کیږي. غربیان اسلامي فمینیزم د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د هغه حدیث په بنیاد اسلامي فمینیزم بولي چې ښځه په فکري لحاظ له نارینه وو سره توپیر لري. خو پر دې خبره د اسلامي علماوو ترمنځ هم اختلاف شته.

لیکوال: صدیق الله مدثز

د مدیترانې پوهنتون د آنتالیا ښار

۲۰۲۰ـ۱ـ۲۳

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب