سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeټولنیزد یو ښه مدیر ځانګړتیاوې او مهارتونه| محب الله رسولي

د یو ښه مدیر ځانګړتیاوې او مهارتونه| محب الله رسولي

د دې لپاره چې د مدیر په ځانګړتیاوو باندې پوه شو، غوره ده چې مدیریت، مدیر، د مدیر دندې وپېژنو!
مینجمینټ “Management”  یو فرانسوي کلیمه ده. چې د دوو برخو څخه تشکیل شویده. چې یو یې (مینج) یعنې د تنظیمول په معنا او بل یې (مینټ) یعنې د غړو یا افرادو په معنی سره دی. (یعنې د افرادو لخوا په ماهیرانه ډول سره د کارونو تنظیمول)
 راځو د مدیریت تعریف ته چې، مدیریت په لغت کې اداره کولو ته معنی لري. او په اصطلاح کې د انساني او مادي ځواک په واسطه په کم وخت او کم مصرف سره د ادارې موخو لاسته راوړلو ته ویل کیږی. یا د بشري سرچینو په مرسته په موثره او مثمره توګه د اهدافو لاسته راوړلو ته مدیریت وایي.
محب الله رسولي

مینجمینټ یعنی مدیریت د اداري منابعو د پلان جوړونې، تنظیم، او د رهبرۍ او کنترول پروسه ده چې ترڅو ددې په نتیجه کې اداره خپلو اهدافوته ورسیږي.

 راځو مدیر ته، مدیر په لغت کې اداره کوونکي معنی لري. او په اصطلاح کی مدیر هغه شخص دی چې د خپل ټیم د کړنو مسولیت په غاړه لري.
 د مدیر دندې او وظایف: د ادارې د علم د علماو په نظر مدیر پنځه مهمی دندې لري.
۱- دپلان تنظم او تهیه کول   Planning
۲- سازماندهی یا تنظیمونه    Organizaing
۳- استخدام یا ګمارنه       Staffing
۴- رهبري           Leadership
۵- کنترول یا څارنه      controlling
هنري فایول بیا د مدیر لپاره بل ډول دندې ټاکلې.
۱ _ پلان جوړونه Planning
۲ _ تنظیمونه Organaizaing
۳ _ څارنه Controlling
۴ _ همغږي Coordinating
۵ _ هدایت یا امر ورکونه Commanding
اصل موضوع ته راځو چې یو ښه مدیر باید پیاوړې او ځواکمنه تصمیم نیونه او د کارکوونکو سره مشارکت ولري، او هغوی ته د تجربې او زده کړې فرصت ورکړي، دغه راز خپل ټیم ته ځواک ور وبښي او له هغه څخه ملاتړ وکړي. ددې لیکنې په دوام به موږ د ښه مدیر په ډېرو چلندونو باندې پوه شئ.
 د هغه څه پربنسټ، چې ارواپوهان یې وایي: یو ښه مدیر باید د یوه رهبر په څېر غوره لارښود وي او د هغه په څېر ګام په ګام باید خپل ټیم وروزي او د خپل ټیم له غړو سره تمرین وکړي.
څه ستونزه لري، چې یو مدیر له نورو څخه نظر واخلي او هغه ترسره کړي؟ تاسو د یوه مدیر په توګه یوازې په شرکت کې کېنئ او له پاسه خپل کارمندان ارزوئ، نه یوازې، چې دا بسنه نه کوي، بلکې په بشپړه توګه به دا  ډول کاري چاپېریال ستړی کوونکی وي. یوه ښه مدیر باید ښې آیډیاوې (نظریې) ولري.
اوس یوڅه اندازه د مدیریت په معنی پوه شو، راځو اوس دې پوښتنې ته چې یو ښه مدیر کومې نورې ځانګړنې لري؟
۱_ د ځان اداره او پيژندل 
د مدیریت په نړۍ کې پر ځان حاکميت د نن زمانې يو تر ټولو مهم بحث دی، ځکه چې پرځان حاکمیت درلودل انسان په دوامداره توګه هوښياروي او پوهيږي چې که چيرې ځان بهتره مدیریت کړي کولای شي نور هم مدیریت کړي، هغه چې وایي د ځان اصلاح د ټول جهان اصلاح ده، یو مدیر چې خپل ځان ونه پېژني او  خپل ځان اصلاح نه کړي نو تر لاس لاندې کسان به بیا څنګه اصلاح کړي، نو که خپل ځان وپېژني له شتو فرصتونو بهتره ګټه واخلي، ضرور نه ده چې اوس په کوم حالت کې دی، تل دی هلته پاتی شي، که چيرې اراده، عزم او پوهه ولري کولای شي د خپل مسلک لوړی ته ورسيږي، خو دا هم باید په ياد ولري چې له فرصتونو سره مسؤليت هم راځي، او همدې فرصتونو څخه ګټی اخيستنی لپاره بايد د ځان اداره کولو مسؤليت واخلي.
که چيرې د نړئ يا دې خپل هېواد نامتو خلکو ته وګورو، يا آن د هغوی ژوند ته چې نسبي برياليتوب سره مخ شوي، نو نورو ته د هغوی ژوند يوه افسانه ښکاري، چې څرنګه يو څوک کولای شي د ژوند لوړو ته ورسيږي، خو د نړئ هر نامتو شخص که په هره برخه کې وو، نو له هر څه وړاندې يې ځان پيژانده او اداره کاوه یو غوره مدیر او رهبر یې بللای شو.
۲_ په غور سره د خبرو اورېدل او ستونزو ته رسیدګي
ارواپوه ډاکټر جویس برادرز وایي: «غوږ نیول تر ټولو صمیمانه چاپلوسي او غوړمالي ده». کله چې تاسو د یو مدیر او مشر په حیث د خلکو خبرو ته غوږ نږدی، د دې ښکارندویي کوي چې اصلاً درته ارزښت نه لري، خو کله چې د کارمندانو خبرو ته غوږ ږدی او د دوی ستونزو ته په وخت رسیدګي کوئ، دا ثابتوی چې درناوی ورته لری. ان دا چې غوږ نیول له درناوي لوړ ارزښت دی، چې تاسو یې مقابل کس ته ورکوی. الماني الاصله فیلسوف پال تلچ وایي: «د مینې یوه دنده غوږ نیول دي». تر ټولو لویې تېروتنې چې خلک یې د دوو اړخیزو خبرو پر مهال کوي دا دي، چې ډېرې خبرې کوي څو ځان هوښیار معرفي کړي. خو که غواړی په اداره او سازمان کې په رښتیا سره د یو چا زړه خپل کړی او اغېز پرې وکړی، خبرو ته یې په پوره دقت غوږ کېږدئ، علاقه ورسره وښایاست او داسې و انګېرئ چې ګواکې تر اغېز لاندې یې راغلي یاست. نو دا به ددې سبب شي چې د کارمندانو په زړونو کې د یو ښه مدیر په حیث وپېژندل شئ.
نو د یو ښه مدیر دا ځانګړنه ده چې د خپلو کارمندانو مشروع غوښتنې او ستونزې درک کړي، او په خپل وخت ورته رسیدګي وکړي. ځکه کوم مدیران چې په سازمانونو کې ډېر سخت ګیره او کبرجن وي، د کارمندانو غوښتنې له نظره غورځوي، کارمندانو څخه د ماشین په حیث تمه او ورته وګوري نو لرې نه ده چې اداره به د سکوت تر حده  رسیږي.
۳_ په کاري ډله کې مسؤليت رواجول
د یو ښه مدیر بله غوره ځانګړنه په خپلو کارمندانو کې د هڅونې له لارې د کاري مسؤلیت رواجول دي، نو تر هرڅه نه وړاندې د یو مدیر لپاره دا غوره چې لمړی خپله مسؤلیت واخلي، تر څو کارمندان داسې وانګري چې مدیر مو چې کار او مسؤلیت اخیستی موږ یې هم باید واخلو، په خپله د مسؤلیت اخیستل ددې سبب کېږي چې پرته د امر او لارښونې نه کارمند مسؤلیت ته زړه ښه کړي، نو که مدیر مسؤلیت وانخلي نو کارمندان داسې فکر کوي چې مدیر یې یو بې مسؤلیته شخص دی.
د مسولیت پر اخیستلو یې پیل وکړئ، خپل ټیم ته ووایی: “په حقیقت کې، کله چی د حساب ورکونی خبره راځي، ما تر ټولو ښه دنده نده تر سره کړی، مګر  سره له نن څخه يې بايد بدله کړو، زه تاسې ته مسؤله يم، موږ يو بل ته مسؤل يو، او موږ ټول مشتري ته مسؤل يو.”
نو په کاري ډله کې د مسؤليت رواجولو لپاره هیڅکله ناوخته نه دی. کله چی مسولیت په غاړه اخلئ، توقعات مو له سره تنظیم کړئ، خپل ټیم مو چمتو کړئ چی د حساب ورکول تمرین کړي او څرنګه چې په شريکه نوی چلند کاروئ، ويې لمانځئ، تاسې په زړه پورې نتايجو لپاره يو غښتلی بنسټ رامنځ ته کوئ.
نو له دې خاطره یو ښه مدیر د ادارې د کارمندانو زړه د وظیفې نه نه توروي، بلکه دومره صمیمیت عاموي چې کارمند دفتر ته دتګ شیبې شماري نه دا چې د دفتر نه یې زړه چوي.
۴_ درناوی کوئ
له څومره خلکو به مو اوريدلې وي چې خوښيږي مې کله چې مې رئيس د خلکو په مخ کې سپک کړي يا راته په قهر شي. مهمه نه ده چې يو څوک په اداره کې په کوم موقف کې کار کوي، د انسان په توګه د درناوي وړ دی، او که اداره سم کار کوي نو د هر چا کار ارزښت لري. بل ته بې احترامي له کار څخه د ناراضۍ يا د کار کيفيت په اړه نه غږيږي بلکه د بې احترامي کوونکي شخص کبر، ويره او قهر ښيي، او دا شخص نه پوهيږي چې څه وکړي نو خپله ناپوهي بل ته په سپکاوي کې پټوي.
نو د یو ښه مدیر دا غوره ځانګړنه ده چې خپل ټیم ته تل د اهمیت په سترګه ګوري، خپلو کارمندانو ته د ځینو اشتباه وو نه تیریږي، د اشتباه به صورت کې یې د نورو کارمندانو په منځ کې نه رټي،  بلکې په ګوښه ځای کې ورته د اشتباه حل وړاندې کوي.
۵_  ريښتنولي او صداقت
له ريښتينوالي هدف د وينا او عمل تر منځ له تضاد څخه ځان ساتل او ورسره دا احساس دی چې د یو مدیر او مشر په حیث ستاسې اعمال ټولو ته څرګنده او ښکاره دي. ټول پوهيږي چې تاسې څرنګه له هر چا سره مخامخ عمل کوئ د هغوی په غياب کې هم همداسې ياست، چې دا اعتماد سبب ګرځي او نور پر تاسې باور کوي. هغوی تاسې ته د يوه داسې چا پر سترګه ګوري چې کولای شي ملا پرې وتړي او د خپل اعمالو لپاره موږ مسؤل وګڼي. باور رامنځ ته کيږي، کارمندان ستاسې په حضور کې ځان خوندي احساسوي او په تاسې اغېزه پيدا کوئ.
نو لکه څرنګه چې د کارمندانو لپاره صداقت او رښتینولي مهمه ده ، همدارنګه د مدیر لپاره هم ډېره مهمه ده، ځکه که د مدیر د وینا او عمل ترمنځ تضاد واوسي، نو بیا کارمندان داسې فکر کوي، چې مدیر مو داسې دی د موږ نه څه ګیله. نو صداقت او رښتینولي د ژوند په هر ډګر ” شخصیت جوړولو کې، اعتماد کولو کې، خبرو کولو ” کې ډېره مهمه ونډه لري. نو د یو  مدیر لپاره غوره ده چې په خپلو کارمندانو د اعتبار پخولو لپاره صادقه بااخلاقه واوسي.
۶_ د نورو وده او پرمختګ غواړئ
هيڅوک په خپل ځان کې پوره نه دی، او هر کله چې موږ له نورو سره کار کوو بهتره مدیر او مشر هغه دی چې د نورو ودې او زده کړې لپاره کار کوي. تاسې نورو لپاره د هغوی مسلکي ودې لارې پرانيزئ او هڅوئ يې تر څو پر خپلو غښتلتياوو او توانونو کار وکړي او ورته وده ورکړي. خو، لدې سره اړونده مهم بحث دادی چې په دې ټولو کې ځان ته نوم نه لټوئ، لکه چې پلانکی ما ورساوه يا له ما سره يې چې کار کاوه پر هیڅ نه پوهيده، ورسره د نورو له ودې سره هممهاله پر خپلې ودې او پرمختګ هم کار کوئ.
۷_ د کبر او ځانښودنې څخه ځان ساتي
ډېر داسې فکر کوي چې په ژوند او موقف کې کبر او ځان لوړ ښودل د باور نښه ده، ډېرو مدیرانو ته ځان پدې بدې ښکاري چې له ځان ټيټ ته درناوی وکړي يا له ځانه تواضع وښيي، هر څومره چې کبرجن، ایغ نيغ او بې پروا وي همدومره ورته ځان ښه مدیر او مشر ښکاري. ځينې آن تواضع د ضعف په معنا ګڼي، متکبره مدیران له خپل ځان سره فخر، پر ځان ميينتوب يا له نورو خپلو ګټو وړاندې ګڼل، خپل نظر ته ارزښت ورکول، پر نورو واک لرل يا دا تمه چې ټول دې د ده خبره بې پوښتنی ومني او بې ځايه قهريدل يا خلکو ته دا احساس ورکول چې لږه دې اخوا ديخوا خبره وکړه په قهريږم، او داسې نور احساسات د مشرۍ يو منلی اصل ګڼي.
۸_ کارمندانو ته په تصمیم نیونه کې برخه ورکول
په هره کمپنۍ او اداره کې د سازماني کلتور او رهبرۍ ډول ته په کتو د تصمیم نیونې مخلتفې پروسې کارول کیږي. ځیني د ټول ټیم د ګډ توافق له لارې تصمیم نیسي او ځیني نور بیا د مدیر او مدیریت ډلې ته ټولې غټې پریکړې او تصامیم سپاري. نو د غوره سازمانونو د مدیرانو یوه ځانګړنه داده چې د یوې پرېکړې په اړه کارمندانو نه فیډبیک او نظرونه هم اخلي.
۹_ د سازمان راتلونکو فعالیتونو مثبته وړاندوینه
هر سازمان خپل راتلونکی ته پلانونه جوړي، ترڅو په مارکیټ کې د خپلو سیالانو به وړاندې پرمختګ وکړي. غوره مدیران د سازمان راتلونکی ښه تصور کولی شي، تل د خپل ځان، کارمندانو، او سازمان راتلونکي ته هیلمن وي، په سازمان کې د منفي ګرایۍ پرځای د مثبت ګرایۍ کلتور خپروي، کله چې په اداره کې کومې ستونزې رامنځ ته کېږي، نو ډیری وخت یې پړه په کارمندانو نه اچوي بلکې د ستونزې لاملونه له منځه وړي.
۱۰_ جدي څارنه او کنټرول
په هغو سازمانونو کې چې د سازمان د مشر لخوا په کارمندانو باندې تل جدي څارنه کوي، او خپلې خوښې ته نه بریږدي نو دا په اوږد مهاله کې ددې سبب کېږي چې په کارمندان کې د کارکولو انرژي ختمه شي.
د یوې څېړنې له مخې په هغه سازمانونو کې چې په کارمندانو باندې جدي څارنه وجود لري، نسبت هغو سازمانو ته چې په کارمندانو باندې د کارونو به ترسره کولو کې د جدیت څخه کار نه اخلي، کارمندان یې ښه احساس کوي او په ارام ذهن خپل کارونه مخ ته وړي.
 نود یو ښه مدیر لپاره دا غوره ده چې په اداره کې په کارمندانو باندې د هره ورځ څارنې څخه ډګه وکړي، ځکه کارمندان بیا فکر کوي چې مشر یې په دوی باندې بې اعتباره او غل دی.
لیکنه او راټولونه: محب الله رسولي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب