سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهولسمشرغني: د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانوخوشې کولو په اړه به لویه جرګه...

ولسمشرغني: د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانوخوشې کولو په اړه به لویه جرګه پرېکړه کوي

تاند ( جمعه، د اسد ۱۰) افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن په ارګ کې د لوی اخترلمونځ له ادا کولو وروسته په خپلو خبرو کې وویلې،چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې په اساس افغان حکومت د طالبانو ۴۶۰۰ بندیان خوشې کړيٍ دي.

ولسمشر زیاته کړه د پاتې څلورسوه بندیانو د خوشې کولو په اړه به مشورتي لویه جرګه دایریږي او پریکړه به کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې وسله والوطالبانو تېره ورځ ویلي وو، چې په زابل کې ۲۰ په فراه کې ۱۷نیمروز کې ۷ هرات کې ۲۰ او په غور ولایت کې ۱۲ تنه حکومتي‌ زندانیان خوشي‌ کړل او په دې سره یې د حکومتي زندانیانو د خلاصون پروسه بشپړه کړې ده.

https://taand.net/%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86-%d9%88%d8%a7%db%8c%d9%8a-%d9%bc%d9%88%d9%84-%d8%ad%da%a9%d9%88%d9%85%d8%aa%d9%8a-%d8%a8%d9%86%d8%af%db%8c%d8%a7%d9%86-%db%8c%db%90-%d8%ae%d9%88%d8%b4%db%90-%da%a9/

ولسمشر دغه راز په خپلو خبرو کې د ملي شورا له غړو هم غوښتنه وکړه څو د لویې جرګې د دایرولو په خاطردې له خپلو رخصتیو تېر شي او کابل ته راستانه شي.

هغه په ټینګار سره وویلې، چې دوی به ژر لویه مشورتي لویه جرګه جوړه او د طالب زندانیانو په اړه به پریکړه وکړي.

افغان ولسمشر یوځل بیا د طالبانو له لوري د شوي درې ورځني اوربند هرکلی وکړ او له طالبانو یې وغوښتل څو د خپل مذاکراتي ټیم سره ژر بین الافغاني خبرو ته حاضر شي.

2 COMMENTS

  1. ګرانه ولسمشره. که دا حق العبد وي نه ته صلاحیت لرې او نه دې لویه جرګه دا صلاحیت لري چې د یو مظلوم حق بل کس یا چاته وبخښي. خو څرنګه چې تاسو د عبدالله ولد ګلمرجان به خواهش د زرګونه بې ګناه انسانانو قاتل او د يشجي ډاړونکې ته مارشالې ورکړه، کولی شئ دا نورو قاتیلینو ته هم معافیت ورکړئ. غیر له دی خو افغانان نه حکومت لري، نه بازخواستګر او نه خدای نعوذوباالله. ټول لکه لیوان په دې مظلوم ولس داړې لګوي. یو یې د کمونست، بل د مجاهد، بل د طالب، بل د داعش، بل د حکومت او داسې نور نور نومونه داړي. هر څه چې نارې وهي نه یې ته اورې نه یې ملګري ملتونه، نه يې په نامه داسلامي هېوادونه کنفرانس، نه شرق او نه غرب او نه خدای. زه والله که نه تاسې او نه هم پخوانی ولسمشر ملامتوم. دا هر څه زمونږ له خپلو بدو دي. بیا هم لویه جرګه په میلیونونو افغانیو مصارف غواړي، فکر نه کوم چې دا کسان ددې ارزښت ولري چې د خوشې کولو لپاره يې دومره مصارف وشي. ځکه چې طالب خو هسې هم د حورو د سپینو کناټیانو او د غلمانو د غټو غینونو لیوانیان دي. که یې خوشې هم کړي خپل د شوق او عمل لپاره بيا انتحاري کوي او له ځانه سره لسګونه بيګناه افغانان وژني. نو اسانه کار همدا دی چې ته يې له همدې ځايه مستقیم دوزخ ته ولېږه. متل دی چې وایې. مرغ کم گویش کم. والصلح الخیر.

  2. ښاغلي ولسمشره دا قاتلان خوشي کړه چه وکړاي شي نور افغان اولس د طااب له قطع عام نه وساتي او بر سيره پر د د به ستا سياسي پوزيشن زورور او د غربيانو او طاليبانو باني به هم ورکي شي.
    دا چه د قاطلينو دومره غټ جرمونه کړي دي بيا مو نو ولي مو ژوندي ساتلي او د بندي کولو اړتيا دڅه لپاره ؟
    بس ده په د پنخو سوه قاطلانو افغانستان نه برباديږي، اوس وخت د ته را رسيدلي چه د نورو مرګ ژوبلي مخه ونيسي
    پام کوه هغه طالبان چه په جنګ کي بيا برخه اخلي بايد بندي و نه ساتل شي او چاره يي د جنګ په ميدان کي وشي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب