جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهعراق کې د امریکايي ځواکونو پر اډې توغندیز بریدونه شوي

عراق کې د امریکايي ځواکونو پر اډې توغندیز بریدونه شوي

تاند ( جمعه، د اسد ۱۰) د عراق د پوځ چارواکي وایي، چې تېره ورځ  دوه توغندي د بغداد پر هوایي ډګر ولګېدل، چېرته چې امریکایي ځواکونه دېره دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې عراقي چارواکي وایي په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

سرچینه وایي له اکتوبر میاشتې راهیسې دا په عراق کې پر امریکایي موخو ۳۹ ام برید دی.

تراوسه د دغه برید مسئولیت چا پرغاړه نه دی اخیستی، خو واشنګټن په دې وروستیو کې ایران پلوه ډلې د داسې بریدونو په ترسره کولو تورنې کړي دي.

https://taand.net/%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d8%a7%db%8c%d8%b1%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%88-%d8%b3%d9%88%d8%b1%db%8c%d9%87-%da%a9%db%90-%d8%aa%d8%b1%d9%87/

د امریکا او ایران ترمنځ په سیمه کې اړیکې وروسته له هغې ترینګلې شوې کله نه چې امریکایي ځواکونو په عراق کې د ایران د سپاه پاسدران د قدس ډلې قومندان قاسم سلیماني وواژه.

https://taand.net/7730/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب