Homeخبرونهولسمشرټرمپ د جمهوري ریاست د ټاکنو ځنډېدل غواړي

ولسمشرټرمپ د جمهوري ریاست د ټاکنو ځنډېدل غواړي

تاند ( جمعه، د اسد ۱۰) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل ټوېټرپاڼه ادعا کړې، چې د پوسټ له لارې رایه ورکول له امله به د امریکا راتلونکې ټاکنې په تاریخ کې له درغلۍ ډکې ټاکنې شي.

هغه ویلي دا به د نړۍ به کچه د امریکا لپاره یو لوی شرم وي.

ټرمپ زیاته کړې، چې‌ اړتیا ده، چې ټاکنې وځنډول شي، څو امریکایي وګړي په شفافه توګه په ټاکنو کې برخه واخلي.

که څه هم داسې ډېرشواهد نشته، چې د پوسټ له لارې دې رایه ورکول د درغلۍ لامل وګرځي، خو ټرمپ له ډېرې مودې راهیسې د دا ډول رایه ورکولو مخالف دی.

د یادولو وړ ده چې د امریکا ایالتي حکومتونه غواړي،‌ چې د کورونا وېروس وبا له کبله لا ډېرو کسانو ته د پوسټ له لارې د خپلې رایې لېږلو اسانتیا برابره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...