شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاکستان: د چمن پېښې په اړه له افغان حکومت سره خبرې کوو

پاکستان: د چمن پېښې په اړه له افغان حکومت سره خبرې کوو

تاند (جمعه، د اسد ۱۰) د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي وايي، چمن کې د تېرې ورځې پېښې د وضعيت په اړه يې په کابل کې خپل سفير ته ویلي، چې له افغان چارواکو سره پرې خبرې وکړي.

د راپورونو له مخې ویل کیږي، نن هم لاریون دوام لري او د پاکستاني ځواکونو او لاریون کوونکو ترمنځ نښته کې شپږ‎ تنه نورهم ټپیان شوي دي.

https://taand.net/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%aa%d9%87-%d9%be%d8%b1-%d8%aa%d9%84%d9%88%d9%86%da%a9%d9%88-%d9%85%d8%b3%d8%a7%d9%81%d8%b1%d9%88-%d8%af-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7/

په ورته د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد یاسین ضیا  امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې، چې د پاکستانیو ځواکونو هر ډول اقدام ته بالمثل ځواب ورکړي.

سرچینه زیاتوي، چې د ډیورنډ پر فرضي کرښې افغان ځواکونه مجهز شوي دي او ورته د تیارسی امر شوی دی.

https://taand.net/%d8%af-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d9%84%d9%87-%d8%ad%d9%85%d9%84%db%90-%d9%88%d8%b1%d9%88%d8%b3%d8%aa%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%af%d9%81%d8%a7%d8%b9%d9%8a-%da%81%d9%88/

د هېواد ملي دفاع وزارت ویلي، چې د لوی درستیز په لارښوونه د هیواد هوایي ځواک او ځانګړي ځواکونه په تیارسي حالت کې دي او د پاکستانیو ځواکونو د بریدونو د دوام په صورت کې به بالمثل عمل ترسره کړي.

1 COMMENT

  1. په خپلو افغانانو ډیر زیات ودردیدلم .. ?
    د پاکستان سفاک پوځ روژه په خوله بې ګناه افغانان چې مسافر و، او خپل هیواد ته د اختر لپاره ستنیدل په مرمیو وویشتل، او په شهادت یې ورسول.
    هغه افغانان چې پرون خپل هیواد ته راستنیدل، پاکستاني پوځیانو یې پر مخ د – چمن دروازه – ناڅاپي وتړله ، چې غبرګون کې یې مسافرو احتجاج وکړ، پایله یې دا شوه- چې د پاکستان ملحد پوځیانو پرې د خپلو وسلو ګرمې شپیلۍ راواړولی او په ډیره بې رحمۍ سره یې له یو سره په ټولو مسافرو ډزې وکړې..
    دوه ماشومان، دوه ښځینه او درې نارینه افغانان ځای په ځای شهیدان شول، او پنځه اویا ټپیان دي، چې ښځې ماشومان ، زلمیان او سپین ږیري هم په کې شامل دي.
    افغانستان خوا ته بیا سرحدي ځواکونو پر پاکستاني ځواکونو ډزې کړي دي، ځکه چې دوی بې ګناه افغانان وژل، او دا ورته د زغم نه و.
    تر بیګاه شپې جګړه روانه وه. افغان ځواکونه اوس هم په تیارسۍ حالت کې دي.
    د ملي پوځ یونیم سل سرتیري، د سلو نه زیات ټانکونه او د کندهار امینه قومندان په خپله سپین بولدک ولسوالۍ ته رسیدلي دي، ویل کیږي چې په سیمیز روغتون کې بیا د ټپیانو ډیر بیړنۍ حالت روان دی، هر ټپې وینې ته اړتیا لري، ډیرو ولسونو روغتون ته مخه کړې ده، تر څو خپلو وروڼو او خویندو ته وینې ورکړې ..
    زما تاسې نه دا هیله ده، چې په خپل حکومت غږ وکړئ، او یو ملي پاڅون ته ملا وتړئ ، تر څو نړۍ زمونږ غبرګون وګوري او باید د خپلو مظلومو افغانانو غچ واخلو.
    په دې سیمه کې د پاکستان ستر دښمن افغانستان او هند دی، او اوس وخت راغلی دی، چې مونږ د هند سره امینتي او پوځۍ تړونونه ولرو، او د هغوی څخه د پاکستان په ضد مرسته وغواړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب