شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهترکیه: په ایاصوفیه جومات کې ۸۶ کاله وروسته د اختر لمونځ ادا...

ترکیه: په ایاصوفیه جومات کې ۸۶ کاله وروسته د اختر لمونځ ادا شو

تاند (جمعه، د اسد ۱‍۰) ترکي رسنۍ وایي، چې نن د ترکیې هېواد په مشهور جومات ایاصوفیه کې له ۸۶ کلونو وروسته د اختر لمونځ ادا شو.

په یاد هېواد کې د ایا صوفیه تاریخي‌ جومات د جولای میاشتې په ۲۴ مه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان، د کابینې غړیو، د پارلمان وکیلانو، مخورو سیاستوالو  او د سیاسي‌ ګوندونو د مشرانو او په سلګونو زرو تنو هېوادوالو په ګډون د عبادت پرمخ پرانیستل شو.

د ترکي چارواکو له دې پرېکړې وړاندې له دې تاریخي ودانۍ د موزیم په توګه ګټه پورته کیدله.

د اردوغان دې پرېکړې غبرګونونه هم راپورته کړي وو.

خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند بیا د یونان پر وړاندې توند غبرګون ښودلی وو او ویلي وو، چې په ایا صوفیه کې د جمعې له لمانځه سره د یونان قهرجن عکس العمل له اسلام او ترکیې سره د دښمنۍ یو بل پړاو و.

https://taand.net/%d8%aa%d8%b1%da%a9%db%8c%d9%87-n-%db%8c%d9%88%d9%86%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d8%a7%db%8c%d8%a7%d8%b5%d9%88%d9%81%db%8c%d9%87-%d8%af-%d9%84%d9%85%d8%a7%d9%86%da%81%d9%87-%d9%be%d9%87-%d8%a7%da%93%d9%87/

انادولیا خبري اژانس په یوه راپورکې ویلي وو، چې  د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې امي اکسوی د یونان لخوا د ایا صوفیه د لوی جومات د پرانستلو په اړه لاریونونه او د یونان د چارواکو څرګندونو خلک دې ته هڅولي وو، چې د ترکیې بیرغ وسوځوي.

د یادولو ده، چې په ایا صوفیه جومات کې له ۸۶ کلونو وروسته لومړی د اختر لمونځ هم د ترکیې د دیني‌ چارو د رییس په امامت ادا شو.

https://taand.net/%d8%af-%d8%aa%d8%b1%da%a9%db%8c%db%90-%d9%be%d9%87-%d8%a7%db%8c%d8%a7%d8%b5%d9%88%d9%81%db%8c%d9%87-%d8%ac%d9%88%d9%85%d8%a7%d8%aa-%da%a9%db%90-%d9%86%d9%86-%d8%af-%d8%ac%d9%85%d8%b9%db%90-%d9%84/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب