شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهسیګار: د کورونا اقتصادي زیان په خاطر میلیونونه افغانان لوږې سره مخ...

سیګار: د کورونا اقتصادي زیان په خاطر میلیونونه افغانان لوږې سره مخ کېدای شي

تاند ( جمعه ، د اسد ۱۰) سیګار ادارې راپور ورکړی، چې افغانستان د کورونا ویروس په خاطر له سخت اقتصادي حالت سره مخ دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو پر سر د څار ادارې په راپور کې دا ګواښ شوی، چې د کورونا وبا د اقتصادي تاوان په خاطر میلیونونه افغانان له لوږې سره مخ کېدای شي.

سرچینې دا خبرې تیره ورځ په یوه راپور کې  د امریکا کانګرس ته کړي دي.

د سرچینې په خبره، چې د افغانستان اقتصاد سږ کال ۱۰ سلنه ځوړ حالت ته تللی دی او زیاته کړې یې ده، چې ښايي په دې سره میلیونونه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ شي.

سیګار ویلي، چې د کورونا د اقتصادي زیان له امله د بیکارۍ کچه ډېره لوړه شو.

سرچینه وایي دغه راز د سرحدي لارو تړل کېدل و په سبب د خوړو کموالی او د قیمتونو زیاتوالي له امله د افغانانو غذايي مصئونیت له خطر سره مخ شوی دی.

کورونا ویروس د نړۍ ټول هیوادونه زیانمن کړل خو د معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې امریکا ډیره زیانمنه کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب