انسان له سهاره تر ماښامه ډېر څه ګوري او اوري، ډېر څه لولي او لیکي، له ګڼو خلکو سره مخامخ کیږي او همدارنګه ډول ډول کارونه تر سره کوي. دا د یو انسان عادي ورځنی ژوند دی، د یو عادت په توګه تېرېږي او انسان ګڼو شیانو ته نه ځیر کېږي. داسې شېبې بیا کله کله وي چې انسان په دغه عادي ورځني ژوند کې فکر ته اړ کېږي او باید د مسایلو ژورو ته لاړ شي.
هغه ورځ یو افغان ډاکتر چې کلونه وړاندې یې معالجوي طب د یو پرمختللي اروپایي هېواد په طبي پوهنتون کې لوستی، ډېره جالبه خبره وکړه. هغه وویل: زه چې کله محصل وم، له موږ سره د پاخه عمر یو اروپایي وګړي هم تحصیل کاوه. دی ۶۶ کلن و. زما په سر کې تل یوه پوښتنه ګرځېده چې دا ولې په ۶۶ کلنۍ کې طب لولي؟ زړه مې غوښتل دا ترې وپوښتم، خوهغه مهال دا ښه خبره نه وه چې له یو چا پوښتنه وکړې ولې دا یا هغه کار کوي؟ د یو انسان په شخصي ژوند او انتخاب کې لاسوهنه یو ډول بې کلتوري ګڼل کېده. اوس هم ګڼل کېږي. ما ډېر کوښښ وکړ دا پوښتنه له مغزو وباسم، خو نه کېده. هر سهار به چې ټولګي ته ننوتم او پر ده به مې سترګې ولګېدې، نو سملاسي به همدا پوښتنه بیا په مغزو کې راوټوکېده. یوه ورځ مې توکل پر خدای کړ او هغه ته مې مخ ورواړاوه او ورته مې وویل:
زه ډېره بخښنه غواړم چې له تاسې داسې څه پوښتم چې پوښتل یې مناسب نه دي، خو له ډېره وخته راهیسې دا پوښتنه راسره ده او نن مې زړه طاقت نه کوي چې له تاسې یې ځواب وانه ورم.
سړي په کټ کټ وخندل او بیا یې وویل:
زه چې هر ځل تا وینم، نو په زړه کې وایم دغه ځوان غواړي له ما یو څه وپوښتي، خو لکه چې شرمېږي. زه پوهېږم چې ته څه غواړې له ما وپوښتې.
ما ورته وویل: چې پوهېږې، نو بیا ژر شه ځواب راکړه. ده وویل: نه، ښایي زما اټکل سم نه وي. زه غواړم ستا له خولې دا پوښتنه واورم او بیا به وګورم چې ځواب یې درکولای شم که نه.
ما ورته وویل: چې داسې ده، نو زه به خپله پوښتنه مطرح کړم: ته په دا زاړه عمر کې پر طب څه کوې چې لولې یې؟
سړی بیا کټ کټ په خندا شو، خودا ځل یې خندا دومره زوره وره وه چې ټولو ټولګیوالو زموږ خوا ته راوکتل چې څه خبره شوې ده. همدا چې خندا یې بس کړه، نو داسې لږ په جدي غږ یې وویل: زما اټکل سم و، ما ویل چې ته به هرومرو همدا پوښتنه کوې او دا هم غواړم درته ووایم چې ته لومړی کس نه یې چې له ما په دغه عمر کې د دا ډول تصمیم په اړه پوښتنه کوي. بیا یې خپلو خبرو ته داسې دوام ورکړ:
زه تقاعد شوی یم او هره میاشت له دولته د خپل تقاعد حقوق اخلم، پر دې سربېره خپل یو مناسب بېزنس هم لرم چې ښه ګټه ترې لاس ته راځي او کور او موټر هم لرم. ژوند مې ښه روان دی او له مادي اړخه کومه ستونزه نه لرم او نه طب د پیسو د ګټلو لپاره لولم. زه نور پیسو ته اړتیا نه لرم. زه طب د یوې بلې موخې لپاره لولم. زه وخت نا وخت د بېوزلیو افریقایي هېوادونو په اړه رپوټونه لولم او په تلویزیوني خپرونو کې هم ګورم چې هلته ناروغان په څومره بد وضعیت کې دي. زه طب د هغوی د چوپړ لپاره لولم او همدا چې زده کړې پای ته ورسوم، دیپلوم او د ډاکټر په توګه د کار اجازه ترلاسه کړم، افریقا ته ځم او هلته به د ناروغانو درملنه کوم. دا مې اوس د ژوند تر ټولو سترارمان دی.
د طب څانګې د دغه په اصطلاح بوډا ۶۶ کلن محصل پرېکړې زه حیران کړم. یو انسان په زاړه عمر کې راپورته کېږي او تصمیم نیسي چې خپل آرام، پر ځان بسیا، د ژوندانه له ټولو اسانتیاوو برخمن پرمختللی هېواد پرېږدي او د بشري خواخوږۍ له مخې داسې هېوادونو ته د تلو تکل کوي چې هلته جګړې دي، وچکالي ده، ملاریا، محرقه او نورې ډول ډول ساري او وژونکې ناروغۍ هره ورځ د سل ګونو انسانانو ژوند اخلي، خو دی د هغوی چوپړ خپل اخلاقي مسوولیت ګڼي او د همدې موخې لپاره طب لولي چې ډاکټر شي او هلته لاړ شي او د ناروغانو درملنه وکړي.
د دغه خواخوږي انسان پرېکړې زما پام د خپل هېواد د روښانفکرو او لوستیو حالت او دریځ ته واړاوه. له بده مرغه له هغه مهاله چې په افغانستان کې هراړخیز سیاسي، پوځي، ټولنیز او اقتصادي ناورین پیل شوی، ورسره جوخت زموږ په روڼ اندیو کې یوه داسې ناروغي هم خپره شوې ده چې لمن یې ورځ تر بلې پراخېږي، دا د هېواد د پرېښودو او د سوکاله ژوند په هیله پرمختللیو هېوادونو ته د تګ ناروغي ده. دا ناروغي ساري ده او ښایي مبالغه نه وي که وویل شي چې اوس یې ټول نیولي دي. همدا چې د طب محصل د افغانستان له کوم پوهنتونه فارغ شي او دیپلوم تر لاسه کړي، بیا نو وایي: دا هېواد نور زما د اوسېدو نه دی او په هره طریقه چې کېږي باید ترې لاړ شم. که انجنیر فارغ شي، هغه هم وایي چې بس دا هېواد نور د ده د اوسېدو وړ نه دی او باید ترې ووځي. که کوم څوک ژورنالیست شي او بیا لا په انځوریزو رسنیو کې لږ شهرت هم ومومي، هغه خو بیا نو تر ټولو جګ لو کوي، هندارې ته ودرېږي، پر کاکل (که یې لري) ګوتې ووهي، په سوال د تړلې نکټایي ګل ها خوا دې خو تاورا تاو کړي او وایي: یاره دا وطن نور زما د اوسېدو نه دی، ته ګوره زه خو کم سړی نه یم، مشهور ژورنالیست یم، زه باید له هېواده ووځم. همدارنګه لیکوالان او شاعران، د نظر خاوندان او تش په نامه سیاسي شنونکي، وکیلان، سناتوران، وزیران، نور او نور. پخوا به چې کله کوم سیاسي جنجال راوټوکېد، نو ځینو به ویل چې په سلګونو زره پلویان لري چې د دوی یوې قوماندې ته سترګې پر لار دي چې سړکونو ته راووځي او هر څه پر بل مخ واړوي. خو کله چې د رښتیا ورځ راغله همدوی تر ټولو لومړی وتښتېدل.
د خندا وړ او ورسره جوخت د ژورې خواشینۍ خبره دا ده چې له هېواده وتلي، ځانونه یو ډول اتلان بولي او یو شمېر خو یې د خپلو وتلو داستانونه په خورا ناز او نخره بیانوي اوهڅه کوي ځانونه رښتیني مېړني او اتلان وښيي. که موږ کوښښ وکړو چې د هېواد پرېښودو ته یوه مناسبه اصطلاح ومومو، نو هغه یوازې ناچاري او مجبوري کېدای شي او بس. د وطن پرېښودل کله هم اتلولي، توره او مېړانه کېدای نه شي.
که د طب څانګې د دغه بوډا محصل او د هغه ستر بشري ارمان او موخې ته وګورو او بیا د خپل هېواد د لوستیو او روڼ اندیو دغې ناروغۍ ته؛ نو د ستر لیکوال، شاعر او هېوادپالي ټولنیز شخصیت ارواښاد استاد ګل پاچا الفت دا خبره صدق کوي چې:
ډېر تفاوت دی په انسان کې د معنا په لحاظ
واړه لګیا دي ځیني ځان، ځیني جهان جوړوي
څوک دې خوا نه بدوي؛ خو زموږ روڼ اندي لګیا دي خپل ځانونه جوړوي. د افغانستان د څو لسیزو بحران ګڼ علتونه لري؛ خو په پوره ډاډ او باور سره ویلی شوو چې یو ستر او برخلیک ټاکونکی علت یې همدا افغان روڼ اندي دي. له کلونو راهیسې زموږ روڼ اندي یو ډول کاذب غرور او تکبر اخیستي دي. همدا چې یو څه زده کړي او په اصطلاح (الف در جیگر شان پیدا شود) بیا ورسره خبرې نه شي کېدای. هر یو یې ځان جامع الکمالات بولي، هر یو یې د نبوغ دعوه کوي، هر یو یې ځان د مشرتابه وړ ګڼي او وایي: زه له چا څه کم یم، زه باید مشر شم، رهبر شم، وزیر شم، معین شم، سفیر شم، والي شم او نور او نور. د الفت صاحب په دې خبره کې (ځیني جهان جوړوي) یو روښانه پیغام پروت دی او هغه دا چې روڼ اندي ټولنې ته د ذهنیت ورکولو دروند مسوولیت لري، ذهنونه دي چې جهان بدلولی او جوړولی شي، خو زموږ روڼ اندیو خپل اصلي مسوولیت له پامه وغورځاو او پر ځان جوړونې لګیا شول چې ښه مقام او موقف تر لاسه کړي، ښه معاش ولري، ښه موټر یې تر پښو لاندې وي، ښه ماڼۍ ولري هغه هم یوه نه څو ماڼۍ او قصرونه هم دننه په هېواد کې او هم له هېواده بهر. دوی له جګړه سالارنو سره په دې برخه کې سیالي پيل کړه او ویل یې: ته هغه بې سواده جګړه سالار ته وګوره هغه څو ماڼۍ لري، زه یې باید ولې ونه لرم؟ خدای دې کور له غنمو ډک کړه ته ځان له جګړه سالار سره مه برابروه، ستا مقام تر هغه خورا اوچت دی او ستا رسالت تر هغه خورا ستر دی. هغه لا څه کوې چې بیا همدوی د هېوادپالنې تاوده شعارونه ورکوي او ځانونه «دوه آتشه» هېوادپالي او ملت پالي شمېري. همدا کاذب غرور اخیستي روڼ اندي سبب شول چې په افغانستان کې د کلیو او ښارونو تر منځ واټن رامنځ ته شي او دا واټن ورو ورو پر اختلاف او ان دښمنۍ واوړي. لکه پورته چې وویل شول همدا چې دوه درې ټکي به یې زده کړل، بس بیا به ترې ځان ورک شو، بیا عادي کلیوالو ورسره خبرې کولای نه شوې، ده بیا ځان پر خپل کلي، کلیوالو، ګاونډیانو او ان نږدې خپلوانو ډېر لوړ باله. یو شمېر خو دومره کبرجن شول چې هر څه یې هېر کړل. په پښتو کې یو متل دی چې وایي: د کبر کاسه نسکوره وي. د دغو کاذب غرور او تکبر اخیستو تش په نامه روڼ اندیو او لوستیو د کبر کاسې نسکورې شوې. خو له بده مرغه ګڼو لا د عبرت پند اخیستی نه دی، دوی اوس هم د کبر په ټالونو کې ناست دي، خپل اشتباهات چې هېواد او ملت یې له څومره سترو ننګونو سره مخ کړ، نه مني او هڅه کوي چې د دغو اشتباهاتو مسوولیت د نورو پر اوږو واچوي او ځانونه سپین او بې ګناه وښیي. دا هم د یو رښتیني روڼ اندي له مسوولیت او رسالت سره سمون نه لري. د استاد الفت په وینا دوی اوس هم لګیا دي ځانونه جوړوي. خو دا یوه خبره باید کله هم له پامه ونه غورځوو: که وطن جوړ او ودان وي، نو ټول به ورسره جوړ او ودان وي او که وطن وران او ویجاړ وي، نو ټول به همداسې ور په ور او خاورې پر سر ګرځي.