پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+نـسب ـــ نصب‎ | زهير سپېڅلی

نـسب ـــ نصب‎ | زهير سپېڅلی

نسب: خاندان، ذات، نسل، خټه…

نصب: درېدلی، قايم، ولاړ، لګېدلی…
«نسب» په دوو څپو او «نصب» يوه څپه ويل کېږي. نصبول/نصبېدل ئې مصدرونه دي.
نسب نوم دی او نصب صفت دی.
مثالونه وګورئ!
دا تصوير پر دېوال نصب کړه. (ولګوه)
په ځينو هوايي ډګرونو کي د رادارونو د نصبولو کار روان دی.
د ښاروالۍ له خوا د ښار د نظافت او پاکوالي په خاطر ډېري انځوريزي لوحې نصب شوي دي.
خوشحال بابا:
نامرد فخر په نسب کا
مرد نه مور لري، نه پلار
(حضرت علي کرم الله وجهه):
د سړي قدر د هغه د علم  او ادب په اندازه پکار دی؛ نه د هغه د شتمنۍ او نسب له مخي.
مېړني پر نسب نه وياړي؛ بلکي داسي کارنامې کوي، چي  نسب پرې ووياړي.
دروېش درانی:
تاسي د سرو ګلو روزنه هغه چا ته سپارئ!
چي سلسله ئې د نسب سپېره خزان ته رسي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب