پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+د پښتنو د یووالي ورځ | نصیر ستوری

د پښتنو د یووالي ورځ | نصیر ستوری

لکه څنګه چې ټولوته جوته ده د پښتون قام وجود په ۱۲ نوامبر ۱۸۹۳ ع کال کې د انګریزانو له خوا د یوې جبري لوظنامې (ډیورنډ توافق لیک) تر مخه پر منځ نیم شو، له امو نه تر ډیورنډ کرښې پوري سیمې د امیر عبدالرحمن خان په واکمنۍ کې داخلي شوي او بیا کوزه پښتونخوا په نورو دریوو برخو وویشل شوه.

د ډیورنډ کرښي لاندي قبائیل د پیرنګي د سیاسي استازي (پولټیکل) د انتظام لاندي شول، د بلوچستان پښتني سیمي د برټش بلوچستان په نوم د برتانوي ریزیډنټ او د پښتونخوا سیمې د تاج برتانیه لاندي شوې.

دغه کرغېړنه کرښه د De fecto په بڼه (شکل) شته، مګر د De Jure حیثیت نه لري مطلب داچې کرښه شته خو قانوني حیثیت نه لري.

د هند له نيمې وچې څخه د پيرنګيانو په وتلو سره د #ډيورنډ توافق لیک د ولسونو د حقوقو له مخې په اوتوماتيکه توګه له اعتباره لويدلی و، ځکه چې په کومه موخه چې دغه توافق منځ ته راغلی وو هغه موخه له منځه تللې وه، نو د پښتنو ټولنيز ولسوليز  ګوند #PSDP په 1993 ع کال د نوامبر په دولسمه نیټه دغه توافق لیک چې هډو د اعتبار موده پکې نه ده ليکل شوې په رسمي توګه په یوه غټه غونډه کې ، چې په جرمني کې د انګلستان سفارت د بهرنیو اړیکو مشر (کارنا روسز) هم ورته رابلل شوی ؤ، د تل لپاره لغوه اعلان کړ او د ردي کاغذونو ټوکرۍ ته ئې وغورځاوه او د نوامبر دولسمه نېټه ئې د پښتنو د يووالي د #ورځې په نامه ونوموله او هر کال د #پښتنو_د_يووالي_ورځ په بېلابېلو بڼو کې لمانځي.

�په اګست ۱۹۴۷کې پاکستان د مذهب په نوم جوړ شو او دوه ولایته (سوبي) دلودېځ او ختېځ  پاکستان په نامه لرلي.

په ۱۹۷۱ ع کال د ډسمبر په شپاړسمه نیټه په اقتصادي بنسټ له پاکستان نه لویه برخه بیله شوه,  ځان ته ئې د خپل ملت په نوم بنګله دیش (دبنګالیانو هېواد ) جوړ کړ.
بنګالي مسلمانان د پنجابي مسلمانانو نه بیل شو او دائی ثابته کړه چې د هندوستان  تقسیم د مذهب په نوم غلط ؤ; قوم او اقتصاد کامیاب شو او هغه تیورې هم غلطه شوه کوم ته چې دوۍ

Two Nation Theory
ویله.
نو اوس خو د انګریزانو له خوا جوړ شوی پاکستان د سره نه شته او د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ نه، بلکه د پښتنو د خپل ټاټوبي تر منځ ده.

پښتانه چې نه يوازي ګډ تاریخ ، ګډه ژبه  او ګډ کولتور لري،  بلکې  جغرافيائي  وحدت هم دی دا کرغیړنه کرښه په عمل کې نه ده منلې، انګریزانو هم د ډیورنډ کرښه په حقیقت کې نړیوال (بین المللي ) سرحد نه، بلکه  یوه انتظامي کرښه منله  او ددی کرښي دواړو غاړو پرتو پښتنو/افغانانو  ته بې له پاسپورت او کاغذاتو نه د تګ راتګ اجازت ؤ

پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند د نړۍ له سوله غوښتونکو او ډيموکراټيکو ځواکونو او دغه راز د ګاونډیو هیوادونو څخه په کلکه غوښتنه کوى چې د پښتنو په قامي يووالي (قامي وحدت) کې مرسته وکړي.
د پښتنو يووالى د دښمن ماتې

او په سيمه کې د امن او ثبات ځامن دى.

په درناوی
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند
____________

 

1 COMMENT

  1. سلامونه او ښې هيلې !!
    ژوند ژوند ژوند! نصیر ستوری صاحب ، ډیره مڼنه
    خدای دې مشر کبیر ستوري ارواه په جنت کړي او سره دټولو شهیدانو
    زما په نظر، هغه د نهم د وږي یا سنبلې او د مورنۍ ژبې دورځې پر ځای همدا (۱۲نوامبر د لر او بر د یووالی ورځ )وګرځوئ، + د خیبر لویی جرګې نه هم یوه میاشت تیره سوه!.. پ.ټ.ایم!!!
    “ای د سبا ستوریه! وخیژه پر بام زمونږ
    مونږه شپې ښکیل کړي یو ، وشکوه دا دآم زموږ”… ای لوړې ارزو زمنږ کله پوره کیږې ته؟ “”…
    ….د ارواښاد اولمیر استاد سندره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب