د کال د نیمایي آزموینې وې، د ورځې شاوخوا یوه بجه له ښوونځي نه را ووتم،په هغه ورځ مې فکر ډير خراب وو. ما فکر کاوا چې د دیني زدکړو په آزموینه کې به ډير زده کوونکي پوره نمرې واخلي ځکه کورنۍ په دې برخه کې څه ناڅه مرسته ورسره کوي او ماشومان له ښوونځي سره سره جوماتونو ته هم د دیني زده کړې لپاره لیږي، مګر زما د هیلې په خلاف دو دریو زده کوونکو د کامیابۍ نمرې پوره نه کړې. د موټر په تم ځای ډیره ګڼه ګوڼه وه. څو دقیقې د موټر په تمه پاتې شوم، مګر د روژې او ګرمۍ زور دې ته اړه کړم چې پلې لاړه شم، له ځانه سره مې وویل هسې خو دوه تم ځایه وروسته موټربیا بدلوم او د کور په په لور په بل موټر کې ځم نو ښه ده چې دا دوه تم ځایه پلې لاړه شم. هسې هم لاره سیوری ده او د موټر له ګڼې ګوڼې نه سل وار ښه ده. زه لا روانه نه وم چې د کتابونو ټوکرۍ په غاړه یو نوی ځوان هلک مې ولید. له ځان سره مې وویل: په دې ښار کې کتاب خرڅول هم د ړندو په ښار کې د څراغ خرڅولو ته ورته دي. زما په کتو د هغه هم راته پام شو او را مخکې شو دوه کتابه یې له ټوکرۍ راواخیستل مخې ته یې راته ونیول او وویل: (کتاب نه مې ګیري) ما ځواب ورنه کړ، هلک څو شیبې وروسته بیا خبره غبرګه کړه( بیا هر رقم کتاب دارم. شش زن ګنګار، دوازده زن لعنتي،کتاب اعجاب، فضایل نماز…)
خبرې یې راته یو ډول کنایه ښکاره شوه، بدې راباندې ولګیدې له مخې یې تیره شوم، خو خپله خبره رایاده شوه هغه دا چې ما له ځانه سره پریکړه کړې وه چې ژر به د چا په هکله د ښو او بدو قضاوت نه کوم او دا خوارکی هلک خو ښایي چې پوره سواد هم ونه لري، نو د کتاب د نوم په اړه به څه فکر وکړي، او بیا یې له ما سره یې څه کار چې کنایه به راته وایي بس خپل کتابونه خرڅوي.
تر څنګ مې بیا د هلک غږ واورید:( شش زن ګنهکار، دوازده زن لعنتي، کتاب حجاب ) دوه نور کسان هم په لار روان وو، د هلک له ټوکرۍ نه یې یو کتاب واخیست او د هلک خبرې یې په مسخرو غبرګې کړې ما ته یې وکتل او په خپلو کې یې سره وخندل.
د موټر تر بل تم ځایه زه، کتاب پلورنکی او هغه دوه هلکان یو په بل پسې روان وو او کتاب پلورنکی همدا ویل: (شش زن ګنهکار، دوازه زن لعنتي، شش زن ګنهکار، دوازده زن لعنتي) د موټر تم ځای ته په رسیدو هلکانو هم غوښتل چې موټر ته پورته شي د کتاب پلورونکي هلک کتاب یې ورکړ، او په خندا یې ورته وویل: ټول کتابونه دې د ښځو دی د نارینو لپاره هم کوم کتاب لرې که نه!؟
هلک وویل: هو لرم یې خو زما نه یې نومونه هیریږی. هر ډول کتاب لرم. دا دي ویې ګوره.
دویم هلک په خندا وویل: نو ته ولې بس د ښځو د کتاکونو نومونه اخلې، د نارینو د ګناهونو کتاب نه لرې؟
کتاب پلورونکي ما ته په غصه ناکو سترګو وکتل او وویل: نارینه کله ګناه کوي، همدا ښځې دې چې بدې دي. لاړې یې پرمځکه تو کړې او کتاب یې د هلک له لاسه واخیست.
موټر ته پورته شوم او له ځانه سره مې وویل: بیا دې د چا په اړه په بیړه پریکړه وکړه!