شنبه, مې 4, 2024
Homeکالمونهقانعپاکستان د طالبانو پروژه خرڅه کړه/ عصمت قانع

پاکستان د طالبانو پروژه خرڅه کړه/ عصمت قانع

کله چې د هند د نیمې وچې د وېش په نتیجه کې د ارتجاعي پنجاب او فرنګي شعبده باز د زنا له عمل څخه پاکستان را وزېږېد، داسې ګومان کېده، چې اوس به اسلامي اُخوت په سیمه کې د یوه مظبوط ثبات هغه ټول عوامل پیاوړي کړي، کوم عوامل چې انګریزي تسلط د سیمې د افتراق او نفاق په وجه کمزوري کړي، پیکه کړي او بې ارزښته کړي وو.

افغانستان به د بریتانوي هند پر ځای له یوه اسلامي مملکت سره په اسانۍ سره وکولای شي خپل ټول اختلافات حل او فصل کړي او د سیمې مسلمانان به وکولای شي چې یوه متحده سیمه د خپل خلکو د ګټو او مفاداتو په خاطر داسې تقویه او  پیاوړې کړي چې د استعماري میراث ټولې هغه نښې له مېنځه یوسي چې سیمه، د هند نیمه وچه او د مرکزي او جنوبي اسیا ترمېنځ د پراخو انساني پرګنو سرنوشت یې د ناورین پر ټغر کښېنولی دی.

خو نتیجه سرچپه را وخته. پاکستان د اسلامي نړۍ هغه مملکت شو، چې د سیمې د مسلمانانو د بې ثباتۍ، پلانونه او نقشې په کې په کرایي ډول تطبیقېدلې.

پاکستان د سیمې د ټولو پرګنو پرضد د کرایي قاتل په توګه کار وکړ. د پاکستان ۶۵ کلن تاریخ شاهد دی، چې دغه هېواد هېڅکله هم په شعوري ډول د اسیا د براعظم د لوړو ګټو په حفاظت کې خپل رول په هغه ډول نه دی لوبولی، د کوم رول هیله چې د پاکستان د خلکو د ملي حاکمیت اراده وه.

په بنګه دېش کې د شیخ مجیب الرحمن په مشرۍ د بنګالیانو بغاوت او بیا د بنګله دېش د خلکو د نوي مملکت جوړېدل د پاکستان د وجود پرضد د اسیا د خلکو لومړنی نفرت انګېزه اقدام وو.

په سېند کې د غلام محمد سید په مشرتابه د سېندي ناسیونالېزم قیام او پاڅون، په بلوچستان کې د شیرمحمد خان مري، نواب خیر بخش مري او نواب محمد اکبر خان بُکټي د پاکستان د نه منلو اوږده مبارزه.

په غربي څنډه کې د خان عبدالغفار خان تحریک چې د پاکستان هویت پر ضد یې د افغاني نیول شوې خاورې د کرکې او نفرت توغ اوچت کړی وو.

په کوټه، پښین، ژوب او لور لایي کې د خان عبدالصمد خان اوږدو مبارزو وښودله چې د پاکستان وجود د هغه حقیقت پرضد ولاړ دی کوم حقیقت چې د سیمې د خلکو د ملي خپلواکۍ له ارمان سره د استعمار پرضد را پاڅېدلی او غوړېدلی وو او د پاکستاني مملکت جوړېدل په حقیقت کې د سیمې د پراخو ازادۍ غوښتونکو مبارزو د ټکولو او خنثی کولو دسیسه وه.

دغه دسیسه بیا هم د مذهبي ارتجاعي جال په لمن کې د عصر د یوې سترې نیابتي جګړې په شکل کې عملي شوه.

له افغانستان څخه د روسي لښکرو تر وتلو وروسته پاکستان بیا هم نیابتي جګړه د افغانستان پرضد د اسلام او شریعت په نامه جاري وساتله.

په دغه جګړه کې د دنیا ټولو استخباراتو خپل په وینو ککړ لاسونه په هغه صافه پاک کړل، کومه صافه چې پاکستان د پښتنو په قتلګاه کې د طالب په نامه را ځړولې وه.

پښتانه پنجابیانو قتلول، خو د قاتل نسبیت یې طالبانو ته کېدلو، پښتانه انګریزانو قتلول، خو نسبیت یې طالبانو ته کېدلو، پښتانه د فارس شیعه شاونېزم قتلول، خو نسبیت یې پښتون طالب ته کېدلو، پښتانه د دنیا حرفوي قاتلاتو وژل، خو د وژنې نسبیت یې طالب ته کېدلو او طالب هم په داسې وخت کې د پاکستان په جغرافیه کې تجهیز شو، چې د یونیکال او بریډاس کاروباري پلانونه په ډاګه شول.

اوس اوس چې افغان ملت پر خپله خاوره په خپلو وینو کې لت پت پروت دی او د سیمې د بې ثباتۍ تبې ددغه جعلي مملکت کثیر الحجروي وینې ته سرایت کړی دی، او دنیا غواړي، چې بالاخره د خپلو سترو اقتصادي اهدافو د حصول لپاره جګړه پای ته وروسوي.

پاکستان په واشنګټن کې د جګړې د پروژې د نغاړلو د قیمت لومړنی قسط نغد ترلاسه کړ.

زه په دغه وړوکي کالم کې د افغانستان خلکو ته زیری ورکوم، چې ۲۰۱۴ (دوه زره څوارلس) کال د جګړې د پای کال دی.

پاکستان هغه طالب چې د شریعت او اسلام پرضد یې د شریعت او اسلام پر مرۍ چاړه اېښې وه په واشنګټن کې په نغدو ډالرو خرڅ کړ. طالب نور د ګنج د پسه په څېر خرڅ شوی دی.

اسلامي افراطیت اصلاً طبیعي ریښه نه درلوده او دغه ریښه له پاکستان سره د غرب د تازه معاملې په نتیجه کې وچه شوې ده.

پاکستانی طالب هم همداسې در واخله. د لندن د نایټ کلپونو، د play boy عمران خان تازه چیغې ښیي، چې د فرنګ جاسوسي جال د ډیورنډ په دواړو غاړو کې د ترور او ړانده زوړ جال سره راټولوي.

پاکستان نه تنها نورو د افغانستان پرضد کرایي جګړې د شریعت په جامه کې نه شي رانغاړلی، بلکې د هند د جمهوریت پرضد د کشمیري جهاد په نامه هم د شریعت او جهاد د نامه د استعمال له حق څخه محروم دی.

پاکستان پرون مجاهدین خرڅ کړل، نن یې د اسلام د بدنامۍ لپاره ګومارلي خوارج وپلورل، سبا به نور خرڅوي، خو هغه زهر چې د افغانستان وینې ته یې داخل کړل افغانستان به ترې روغ شي، خو د پاکستان د وجود تبه به بالاخره د پاکستان نبظونه ودروي:

موزیګی مچ خوړلی ژاړي

جانان ښامار خوړلی شین له خندا شینه

دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې.

7 COMMENTS

  1. هغه سرچپه ثابت سوطالبان داسی سوک ندی چی فرچاخرڅ سی که بالفرض ځنی خدای مه کړه مرتدسی نورطالبان به ده دی فرزیدداسی مبارزه کوی لکه ده تیرومجاهدینوچی ده روس نه ورسته ی په ضیدطالبان راپورته سوه

  2. په عصری علوموکی راغلی اوفلسفی بحسونه را په ګوته کوی چه دچا خبروته مه ګوره او دګوندونو شعارونه او برنامی مه ګوره ددوی عمل وګوری چه خه کوی دهرچا عمل دهغوی دشخصیت هنداره ده داهر خه چه به هیوادکی راروان دی دادهغو دلو او ټپلو کار ده چه په خوله یوخه وایی اوپه عمل کی یی د زرګونو انسانانو په وینو لاسونه سره دی به خپل لاس خپل هیوادوال وزنی اوخبل هیواد ورانوی. په درناوی

  3. سلام ! قانع صاحب کور دي ودان چي د خپلو خلګو د اذهانو د روښانولو لپاره ليکني کوئ ، هيله ده چي ټول لوستي وطنپرستان د افغانانو په پوهولو کي خپلي هڅي دريغ نکړي.
    د دې ليکني څخه مي خوند واخيست، دغه لاند جملې مي ډيري خوښي سوې:
    “اسلامي افراطیت اصلاً طبیعي ریښه نه درلوده او دغه ریښه له پاکستان سره د غرب د تازه معاملې په نتیجه کې وچه شوې ده.”
    ډير عالي ! واقعيت چي د علي جناح وطنوالو (ا س ا) خپلو ناروا غوښتنو ته د رسيدو لپاره ځيني ضعيف النفس افغانان رانيولي (پېرلي)دي، او د سردار محمد داوود جمهوريت څخه تر اوسه زموږ وطن او وطنوال د غمونو په زانګو کي زنګوي،او مصنوعي پرابلمونه راته جوړوي(؟؟؟).
    پدې څلويښت کلنو کي پاکستان د لراوبر پښتانه(دا د خپلواکۍ محرکه قوه) په مختلفو اشکالو بد نام او وځپل ، خو اوس د پاکستان سياسي او اقتصادي حالت ډير نازک او لړزانده دۍ ، هوښيار او زرنګ مبارزين بايد د دې موقع څخه اعظمي ګټه وکړي.
    د خپلواک او سمسور افغانستان په هيله !
    صابرارمان

  4. Salam Qane Sahib,

    Well done. once again I like and appreciate your article. it is very interesting and it brightens the mind of people to know the reality. I just want to say may Allah bless you more power to write more and more.

    Regards.

    Hadi Najibi

  5. زما په نظر مدرسه باید له منځه لاړه شي. په جومات کې په کلي او کور کې باید د مدرسې تر نامه لاندې څه ته اجازه ورنه کړای شي. په مقابل کې باید په مکتبونو کې دیني زده کړې د اوس په نسبت پراخې شي. ځکه چې هغه مکتب چې د وزارت له خوا د تربیه شویو استادانو له خوا په کې تدریس کیږي د هغې مدرسې په نسبت ډېر پیاوړی وي چې د بوستان او ګلستان د اخوندانو له خوا په کې پرته له دې چې د ښوونکیو یو سیمینار یې هم اخیستی وي تدریس کیږي. په مدرسه کې ماشومان په لرګیو وهل کیږي او دلیل یې دا ښودل کیږي چې ولې قران نه زده کوي. زما د معلوماتو له مخې د مدرسو اکثره فارغان ګی او مفعول راوځي ځکه چې سخت د محرومیت او د کمترۍ د احساس ژوند تیروي او په دې توګه په هغوی کې روزل شوې عقده د سخت عکس العمل او انتقام جذبه راولاړوي. داسې جذبه چې نن یې هم لر او بر افغان ولس د اور په لمبو کې سوزي..

  6. ښاغلي محمدعیسی جانه
    پخپله خو د ګمراهئ حد ته رسیدلی يې دخدای په لحاظ دا نور مظلوم او بې علمه خلک مه خرابه وه،لکه د احمدپه نامه چې بوچالیکلي دي،،زما په نظر مدرسه باید له منځه لاړه شي. په جومات کې په کلي او کور کې باید د مدرسې تر نامه لاندې څه ته اجازه ورنه کړای شي په مقابل کې باید په مکتبونو کې دیني زده کړې د اوس په نسبت پراخې شي::قسم په الله که یې دعیسی کاکواو احمدپلار مدرسې ختمې او ورسره تانند ډالر خواره هم،هسي ……ولئ،بل کارمونسته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب