دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+له ذهني اړخه څومره پیاوړي یاست

له ذهني اړخه څومره پیاوړي یاست

دویمه برخه

ژباړه: سیف الله هلمند

دا چي د ذهني اړخه څرنګه خپل ځانونه پياوړي کړو، د امریکا د ارواپوهني ټولنې څو ډوله سټراټيژی وړاندي کړي دي:

اړیکي جوړي کړئ:

ستاسو اړیکي، ستاسو د کورنۍ، ملګرو او ټولني سره په ذهني پیاوړتیا کي خورا مهم رول لري.

سالمي اړیکي د هغه اشخاصو سره، چي ستاسو خیال ساتي او ستاسو ستونزو ته غوږ نیسي او هم په سختو شرایطو کي ستاسو ترڅنګ د درېدو سبب کیږي او تاسو نه نهیلي کېږی. همداسي د نورو اشخاصو سره د هغو په سختو ورځو کي مرسته کول هم ستاسو په ذهني پياوړتیا کي مرسته کوي.

نه حلېدونکو بحرانو ته مه ګورئ:

موږ هغه څه نه سو بدلوای، نېسو کنټرولوای، چي زموږ په شاوخوا کي پېښیږي، خو زموږ عکس العمل نوموړیو پېښو ته کنټرولوای سو او هم يي بدلوای سو.

په ژوند کي ګواښونه حتمي سته، خو هاخوا دې خوا وګورئ، چي کله په ژوند کي د سختو وختو سره مخ کيږی، یاد يي ولرئ چي شرایط بدلیږي، د ځان سره هغه څه ټول نوټ کړئ، کوم چي تاسو ته په سختو شرایطو کي د خوښۍ احساس درکوي او ستاسو د دردونو په کمولو کي مثبت رول لري.

دا ومنئ، چي بدلون د ژوند یوه برخه ده:

په ژوند کي د سختو شرایطو په پایله کي بدلون ثابت دی، یاني حتما راځي که موږ او تاسو غواړو او که نه. ژوند کي کېدایسي داسي موخي وي، چي ترلاسه کول يي نور سخت وي، ددې خبري منل تاسو ته اجازه درکوي، ترڅو پر هغه څه تمرکز وکړی، چي حاکمیت پر لری.

د خپلو موخو لوري ته حرکت وکړئ:

دا ډېر اړین دي، چي په ژوند کي لوی، اوږدمهاله او د لاسته راوړلو وړ موخي ولری.

کوچني او د تعقیب وړ قدمونه اخیستل موږ خپلو موخو رسېدلو ته نیژدي کوي او موږ دې ته هڅوي، چي نور هم د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره کار وکړو، هره ورځ هڅه وکړئ، چي څو قدمه د خپلو موخو لوري ته واخلئ.

د ځان خیال مو وساتئ:

د ځان خیال ساتل او یا پر خپل ځان پام کول د ذهني پياوړتیا کي ډېر اړین رول لري، دا چاره ستاسو سره مرسته کوي، ترڅو تاسو خپل دماغ او جسم سالم وساتی او په دې سره تاسو کي دا توان پیداکیږي، چي د سختو ورځو سره په ښه توګه مبارزه وکړی. د ځان خیال ساتل یاني خپلو اړتیاوو او احساساتو ته پام او په هغه څه ځان مصروف ساتل، چي تاسو ته ارامي او خوند درکوي. جېم ته تګ هم د ځان خیال ساتلو څخه یو ډول دی.

زه باور لرم، چي تاسو يي کولای سم!.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب