Homeخبرونهد خوارځواکۍ په اړه اندېښنې؛ په هرو ۱۰ ثانیو کې یو افغان...

د خوارځواکۍ په اړه اندېښنې؛ په هرو ۱۰ ثانیو کې یو افغان ماشوم پر خوارځواکۍ اخته کېږي

تاند【دوشنبه د حمل ـ وري ۱۸مه】‏د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP وايي، په افغانستان کې په هرو لسو ثانیو کې یو ماشوم پر خواځواکۍ اخته کېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي، چې سږ کال به په افغانستان کې ۳.۵ ملیونه ماشومان د خوارځواکۍ ښکار شي.

د یاد پروګرام افغانستان څانګې چارواکو د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې افغانستان دمګړۍ د ماشومانو د خوارځواکۍ په برخه کې تر ټولو بد حالت سره مخ دی.

سرچینې ټینګار کړی چې که کافي بودیجه موجوده وي، دا بحران د مخنیوي وړ دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي، چې د بودیجې په شتون کې دوی کولای شي اغېزمن شویو ماشومانو او میندو ته کافي خواړه ورسوي.

د خوړو نړیوال پروګرام تر دې وړاندې هم د بودیجې د کمښت له امله اندېښنه ښودلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف هم په خپل راپور کې ویلي، چې افغانستان کې هرو ۴۰ امېندوارو مېرمنو کې یوه د زېږون پرمهال مري.

روغتیاپالان په هېواد کې د مور او ماشوم د روغتیا په اړه د ملګرو متلونو وروستي راپورونه ګواښوونکي او د اندېښنې وړ بولي، چې د دوی په خبره باید د مخنیوي لپاره یې اقدامات وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...