تاند【دوشنبه د حمل ـ وري ۱۸مه】پاکستاني رسنۍ وایي، چې دې هېواد په تېرو ۶ ورځو کې شاوخوا ۷ زره ناقانونه افغانان په جبري ډول ایستلي دي.
سرچینې زیاتوي چې په دې موده کې ۹۴۴ کورنۍ د پاکستان له بېلابېلو سیمو ایستل شوې دي.
د پاکستان اېکسپرس ټریبیون ورځپاڼې زیاته کړې چې، د دغو کورنیو ټولیز غړي ۶ زره ۷۰۰ تنه دي، چې له ډلې یې ۲ زره ۸۴۲ نارینه، ۱۷۵۵ ښځینه او ۲۰۷۱ یې ماشومان دي.
سرچینې زیاته کړې، د پاکستان حکومت به راتلونکو ورځو کې د هغو کډوالو پر وړاندې هم اقدامات چټک کړي چې یاد هېواد کې پاتې دي.
پاکستان هغو افغان کډوالو ته چې په یاد هېواد کې د قانوني اوسېدو اسناد نه لري د مارچ تر وروستۍ نېټې د وتلو وخت ورکړی وو.
یاد هېواد ګواښ کړی وو، که ناقانونه کډوال په خپل زړه پاکستان نه ونه ووځي، دوی به یې په جبري ډول وشړي.
له تېرو شپږو ورځو راهیسې د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پولیسو د ناوړه چلند راپورونو نړیوال غبرګونونه را وپارول، خو پاکستان بیاهم په خپلې پالیسۍ کې د کډوالو پر وړاندې هېڅ نرمي نه ده راوستې.
بل لورته د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو وزارت یوې ناسته کې د یاد وزارت مسئولینو ته لارښوونه کړې، چې د بېرته راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.