تاند【دوشنبه د حمل ـ وري ۱۸مه】د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونېسیف وايي، په افغانستان کې په هرو ۴۰ مېرمنو کې یوه یې د زېږون پرمهال مري.
یونیسف د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د نړیوالو بشري مرستو کمښت په ټوله نړۍ کې د حامله مېرمنو د مړینې کچه لوړه کړې، چې افغانستان هم پکې شامل دی.
د سرچینې د اټکل له مخې په ۲۰۲۳ کال کې په ټوله نړۍ کې ۲۶۰ زره مېرمنې د امیندوارۍ یا زېږون پر مهال مړې شوي دي.
د راپورونو له مخې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته روغتیايي سکټور زیانمن شوی او دا زیان له هغې وروسته د مور او ماشوم روغتیا ته د پاملرنې برخو کې زیات شو، چې متحده ایالاتو خپلې بهرنۍ مرستې بندې کړې دي.
د طالبانو حکومت د بنديزونو له امله د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې پاتې راتلل، د روغتيايي مرکزونو، درملو او تجهیزاتو کمښت، وچکالي او بې وزلي هم په هېواد کې د روغتیايي ناورین پیدا کېدو لامل ګڼل کېږي.
طالبانو تر اوسه د ملګرو متلونو د راپورونو په تړاو څه نه دي ویلي.
یونیسف له نړیوالو بنسټونو او هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان سربېره په ټوله نړۍ کې د روغتايي بحران کنټرول لپاره مرستې وکړي.