Homeخبرونهایران وايي، له افغانستانه د غیرقانوني کډوالو ورتګ ۵۰ سلنه کم شوی

ایران وايي، له افغانستانه د غیرقانوني کډوالو ورتګ ۵۰ سلنه کم شوی

تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۱۸) د ایران د رضوي خراسان ولایت د تایباد د عامه او انقلاب څارنوالۍ اعلان کړی چې په تېر کال کې، د ۲۰۲۳ کال په پرتله، ایران ته د ناقانونه افغان کډوالو د داخلېدو په هڅو کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.

د تایباد د څارنوال، حجت صادقي، په وینا، د ایران په ختیځه پوله کې میشتو وسله‌والو ځواکونو د تایباد له پوله‌يیزې دروازې څخه د ایران خاورې ته تر داخلېدو مخکې ۳۳,۵۸۲ افغان وګړي نیولي او مخه یې نیولې ده.

نوموړي په پوله کې پر له پسې امنیتي تدابیر، د پوځیانو حضور او ځواک، د قضایي ادارو له خوا اغېزمن قانوني اقدامات، د ختیځې پولې د دېوال د لویې پروژې نسبي تطبیق، او د ملي او ولایتي ادارو همغږي د ایران خاورې ته د افغان کډوالو د اوښتو د کمېدو عوامل وبلل.

صادقي زیاته کړه چې ټول نیول شوي کسان، له قانوني پروسو وروسته، د دوغارون نړیوالې دروازې له لارې بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

هغه دا هم څرګنده کړه چې په ایران کې د نیول شوو افغانانو دوسیې، چې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې نیول شوي، په منظم ډول دوغارون ته لېږدول کېږي، او هلته د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته د افغان چارواکو لاس ته سپارل کېږي.

صادقي د سرحدي امنیت پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې دوغارون د افغان وګړو لپاره د قانوني تګ راتګ اصلي لاره ده، او خبرداری یې ورکړ چې له پولې هر ډول ناقانونه اوښتل به له جدي قانوني چلند سره مخامخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...